1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کې د روسيې د پوځي مداخلې اندېښنه

۱۳۹۴ شهریور ۱۹, پنجشنبه

د ناټو سرمنشي ينس ستولتنبېرګ په سوريه کې د روسيې د نظامي فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. جرمني د پوځي فعاليتونو په اړه عمومي خبرداری ورکړ، په داسې حال کې چې بريتانيا او فرانسه هوايي بريدونه هم نه ردوي.

https://p.dw.com/p/1GU1t
انځور: imago/i Images

ستولتنبېرګ د چارشنبې په ورځ وويل چې د روسيې د پوځي هلو ځلو په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دي، او د يوه سوله يزي حل په موندلو کې مرسته نه کوي. ستولتنبېرګ په پراګ کې وويل: «زه په سوريه کې د روسيې د پراخېدونکي پوځي حضور په اړه راپورونو اندېښمن کړی يم.» هغه زياته کړه: «دا به د شخړي په حلولو کې مرسته نه وکړي. زه فکر کوم مهمه دا ده چې د هغو هلو ځلو ملاتړ وشي چې د سوريې کړکېچ ته يو سياسي حل پيدا کولای شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د راپورونو له مخې په سوريه کې د روسيې پوځي حضور د وسلو په گډون پراخيږي. د ځينو راپورونو له مخې مسکو سوريې ته ځانګړي ځواکونه هم لېږلي دي، څو ولسمشر بشار الاسد ته د وفادارو ځواکونو ملاتړ وکړي.

کريملين د سوريې په شاوخوا څلور کلني کورنۍ جگړه کې د بشار الاسد له حکومت سره مرسته کړې او وسلې يې ورلېږلې دي. سره له دې هم روسيه وايي چې ځواکونه يې يوازي د دې له پاره ورغلي دي چې د اسد پوځيانو ته د روسي تجهيزاتو استعمال وروښېي.

لويديځ «هيجاني» خپروي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ماريا زخاروا، د چارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې لويديځ په سوريه کې د روسيې د فعاليتونو په اړه يوه «عجيبه هيجاني» خپروي. هغې زياته کړه چې «روسيې له سوريې سره پوځي او تخنيکي مرسته هيڅکله پټه ساتلي نه ده.» هغې دا هم وويل چې هغه يووار بيا «دا تکرارولی شي چې روسي پوځي متخصصين په سوريه کې دي تر څو د وسلو د استعمال په برخه کې روزنه ورکړي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې لاوروف او کېري د چارشنبې په ورځ يو واري بيا د سوريې په هکله خبري وکړې او زياته يې کړه چې لاوروف د سوريې د حکومتي ځواکونو پر هغه رول او نقش ټينګار وکړ چې له افراطي ډلو سره په مقابله کې يې لري.

آلمان د زغم غوښتونکی دی

په دې ترڅ کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د زياتي پوځي مداخلې په اړه خبرداری ورکړ او ادعا يې وکړه چې له ايران سره توافق، د ملګرو ملتونو د نورو هلو ځلو تر څنګ د سياسي حل لارو د موندنې له پاره لاره پرانيستې ده.

هغه عمومي خبرداری ورکړ، په داسې حال کې چې بريتانيا او فرانسه په سوريه کې د هوايي بريدونو په اړه غور کوي. شتاينماير د آلمان د پارلمان غړو ته وويل: «هيڅ امکان نه لري چې هغه مهم ملګري چې موږ ورته اوس ضرورت لرو، د پوځي کړنلارو ملاتړ کوي.»

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، لاورن فابيوس د چارشنبې په ورځ اندېښنه څرګنده کړه چې د روسيې پوځي فعاليتونه په سوريه کې کېدای شي د سوله يزې لارې موندل له ستونزه سره مخامخ کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې فرانسې په دوهمه ورځ د سوريې د پاسه څارنيزې الوتنې تر سره کړې، د دې له پاره چې هوايي بريدونو ته ځان چمتو کړي.

بريتانيا، چې يوازې په عراق کې يې عمليات تر سره کړي دي، په سوريه کې يوازې يو بريد د بې پيلوټه الوتکو پر مټ کړی دی. لندن ادعا وکړه چې دغه بريد چې د «اسلامي دولت» يا داعش دوه بريتانوي جنګيالي پکښې ووژل شول، له «ځان څخه د فاع عمل» وو، ځکه چې دغه جنګياليو غوښتل په بريتانيا کې يوه تروريستي حمله تر سره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب