1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د يوې قبيلې ۷۰۰ غړي وژل سوي دي

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ مرداد ۲۶, یکشنبه

د سوريي د بشري حقونو سازمان اعلان کړی دئ چې د اسلامي حکومت ډلي د دغه هیواد په شمال کې د تیرو دوو اونیو په جریان کې د «عشیره الشعیطات» قبیلې۷۰۰ تنه غړي وژلي دي. بله خوا د اسلامي دولت ډلي پر ضد مقاومت جریان لري.

https://p.dw.com/p/1Cvx0
انځور: picture-alliance/dpa

د سوريي د بشري حقونو سازمان چې مقر يي په بریتانيا کې دئ، د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست۱۶مه) د سوريي د داخلي سرچينو د رپوټونو پر اساس اعلان وکړ چې د وژل شوو کسانو ډیری ملکي خلک دي.

پخوانۍ داعش ډله چې اوس ځان «اسلامي دولت» بولي او د الشعیطات قبیلې تر منځ جگړې هغه وخت زور واخیست چې د اسلامي دولت ډلي په جولای ماشت کې د نفتو دوې زيرمي تر خپل کنترول لاندي راوستلې. د الشعیطات قبیلې ټول نفوس ۷۰۰۰۰ تنو ته رسیږي.

سرچینو په هغه وخت کې خبر ورکړی وو چې داعش ډله د خپل پرمختگ په ترڅ کې توانیدلې ده چې په سوريه او د عراق په سرحدي سیمو کې ۱۴۰ کیلومتره ساحه تر خپل کنترول لاندي راولي.

د العمر نفتي حوزه چې د داعش په کنترول کې ده د سوريي یو تر ټولو لویه او مهمه نفتي زېرمه شمیرل کیږي چې د ورځې د ۷۵ زره بوشکو نفتو د تولید ظرفیت لري.

دغه نفتي حوزه تر دې دمخه د «النصره جبهې» چې د داعش تر ټولو سخته رقیبه گڼل کېده په کنترول کې وه. د النصره جبهې په هغه وخت کې بې له کوم مقاومت څخه د«العمره» نفتي حوزه او د الساحل ښارگوټی داعش ته تسلیم کړل.

د الشعیطات قبیلې د ۷۰۰ تنو د وژل کیدو رپوټونو له خپریدو سره په سوريه کې د دغې قبیلې مشر شیخ رافع عکله الرجو، تیره اونۍ د یوه ویډیويي پيغام په ترڅ کې له خپلي قبیلې څخه غوښتي دي چې د داعش ډلي پر ضد مبارزې ته ملا وتړي، ځکه داعش به په راتلونکي کې هم د دوی په لټه کې وي.

د اسلامي دولت ډلي په مقابل کې د سوریايي یاغیانو دفاع

بله خوا د سوريي یاغیان د شنبې په ورځ وتوانیدل چې د اسلامي دولت ډلي په مقابل کې له مارع ښار څخه دفاع وکړي. مارع د حلب ښار په ۳۵ کیلومترۍ کې پروت د سوريې یو لرغونی ښار دئ چې ۴۰۰۰۰ نفوس لري او د ترکيې د سرحد په ۲۵ کیلومترۍ کي پروت دئ.

د سوريي د بشري حقونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د اسلامي دولت ډلي د حلب ښار په شمال کې د ترکيې سرحد ته نږدې شپږ کلي تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي. د اسلامي دولت ډلي له خوا د دغو سیمو کنترول یوه مهم او ستراتیژيکه لاسته راوړڼه شمیرل کیږي، ځکه د دغو سیمو کنترول د مارع او اعزاز ښارونو کنترول ته لاره خلاصوي.

مارع د «اسلامي جبهې» یو له مهمو اډو څخه گڼل کیږي. اسلامي جبهه د څو اسلامي افراطي ډلو د ائتلاف په نتیجه کې رامنځته شوې ده چې د اسلامي دولت ډلي پرضد جنگیږي. همدارنگه اعزاز هم د سوريي او ترکيي پولي ته نږدې یو ستراتیژیک ښار دئ. که دغه ښار د اسلامي ډلي په کنترول کې شي، نو دا به د اسلامي خلافت د ساحي پراخیدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د «سوريي د انقلابي شورا» ویاند ابو عمر، په مارع ښار کې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې که مارع د اسلامي دولت ډلې لاسو ته ولویږي، د سوريي یاغیانو ته به لویه ضربه وي. هغه ټینگار وکړ چې د مارع د تصرف پر سر جگړه ډېره مهمه ده.

د پخواني داعش یا اوسني اسلامي دولت ډله غواړي چې په سوريه او عراق کې اسلامي خلافت جوړ کړي. د روان میلادي کال په جون میاشت کې دغي ډلي د اسلامي خلافت اعلان وکړ او وروسته يي خپل نوم په «اسلامي دولت» بدل کړ.

په همدې منځ کې په سوريي کې وژنې دوام لري. تر اوسه پورې د سوريي د کورنې جگړې په ترڅ کې ۱۷۰ زره کسان وژل شوي او څو میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ شوي دي.