په سوريه کي د زور زياتيو لړۍ پای نه لري
۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبهد شپږو مياشتو را په دې خوا چي د ولسمشر بشارالاسد د رژيم پر ضد احتجاجونه پيل سوي، داسي ورځ نه يي، چي د سوريي عام ولس د خپلو خپلوانو د وژل کيدو له امله په وير تيره نه کړي.
د ملګرو ملتو د احصايي له مخي د مارچ د مياشتي را په دې خوا تر اوسه پوري د رژيم په زور زياتيو کي لږ تر لږه ۲۲۰۰ تنه وژل سوي دي. د اونۍ د پيل مرګ ژوبلي په داسي وخت کي رامنځ ته سوي، چي د سره صليب د نړيوالي کميتي مشر ياکوب کيلنبرګر دمشق ته تللي او د دغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير، وليد المعلم سره يي وليدل ترڅو د هغه حکومت قانع کړي چي لږ تر لږه ټپيانو او زندانيانو ته د روغتيايي مرستو د رسولو امکانات برابر کړي.
دغه راز دمشق موافقه کړي چي د عربي ټولني استازي ته هم اجازه ورکړي چي له سوريي څخه ليدنه کتنه وکړي.
خو د بشري حقونو فعالين شک لري چي د دغو لوړ پوړو چارواکو ليدني کتني دي د احتجاج کوونکو پر ضد د رژيم په پاليسي کي کوم بدلون رامنح ته کړي.
د سوريي دولتي خبري آژانس، SANA، پرنيو احتجاجونو ته په اشارې سره رپوټ ورکړ چي «يوې وسلوالي ترهګري ډلي» د سوريې په مرکزي برخو کي په يو بس موټر بريد وکړ او ۱۲ سرتيري يي ووژل.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخي د بهرنيو چارو وزير، المعلم د سره صليب د نړيوالي کميتي رئيس ته ژمنه وکړه چي حکومت د امن د اعادي او د ثبات په تينګښت کي خپلي هڅي کړي او کوي يي او سربيره پردې د هغو اصلاحاتو په پلي کولو لګيا دي چي د ولسمشر بشار الاسد له خوا اعلان سوي.
خو نه د سوريي د حکومت مخالف احتجاج کونکي او نه هم د بشري حقونو فعالين د حکومت پر دغو ژمنو باور لري.
د بشار الاسد د رژيم پر ضد د لويديځي نړي بنديزونو هم تر اوسه پوري کومه اغيزه نه ده کړي.
روسيه د سوريي تر څنګ ولاړ ده. هغه د بنديزونو مخالفه ده اوغندي يې. سوريي ته د وسلو د ستر صادرونکي په توګه مسکو په ښکاره نعرې وهي چي تجارتي بنديزونه او تعزيرات رواني ستونزي نه سي حل کولای.
د ليبيا پر خلاف د سوريي احتجاج کوونکي ددې مخالف دي، چي د هغوی په هيواد کي دي بهرنۍ مداخلې وسي. په داسي حال کي چي هغوی خپلو سوليزو مظاهرو ته غواړي دوام ورکړي، د غوښتنو لهجه يي وار په وار تنديږي. لکه څنګه چي دمشق کي اوس هغوی د رژيم د نسکوريدو او د بشار الاسد د اعدام غږ پورته کړی.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل