په سوات کې د سیلانیانو شمیر ډیر زیات شوی
د پاکستان د خیبر پښتونخوا سوات سیمې ته د سلونو زرو سیلانیانو ورتګ، په دغه سیمه کې د سیاحت ټول پخواني ریکارډونه مات کړل. داسې معلومیږي چې په دغه ښکلي سیمه کې یو وار بیا د سیاحت صنعت په غوړیدو وي.
د موټرو اوږده کتارونه
د اختر د رخصتیو پر مهال د سیاحتي ځایونو پر لور تلونکي لارې د سیلانیانو د ډیرې گڼې گوڼي له امله بندې شوې وې. د ترافیکي پولیسو په حواله د اختر په لومړیو پنځو ورځو کې تر ۳۰۰ زرو زیاتې موټرې سوات ته ورننوتي دي. په کالام، مالم جبه، مهوډنډ، مرغزار او نورو مرکزي لارو کې د موټرو اوږده کتارونه لیدل کیدل.
د مهو ډنډ جھیل
د مهو ډنډ جھیل، ته تر رسیدو وروسته سیلانیان په کښتۍ کې له چکر وهلو څخه خوند اخلي. په دغه جهیل کې د کښتۍ سفر بیل خوند لري. د اختر له لومړۍ ورځې څخه تر اوسه پورې سوات ته د سیلانیاتو د ورتګ لړۍ دوام لري.
د خیمو کلی
سږکال په سوات کې د ډیر شمیر سیلانیانو د راتګ له امله په هوټلونو کې د خونو موندل هم ستونزمن وو. د استوګنې د ستونزې حلولو له پاره په کالام کې د سیند تر څنګ او مهو ډنډ ته نزدې د سیلانیانو د آسانیا له پاره د خیمو کلي یا کمپونه جوړ کړای شوي ول.
په پارکونو کې هم د خلکو گڼه گوڼه وه
د لیدو وړ ځایونو سربیره په پارکونو کې هم د سیمه ایزو خلکو او سیلانیانو گڼه گوڼه ډیره وه. فضاگټ ته نزې د سیند پر غاړه په یو پارک کې خلکو له سړۍ هوا او ښکلو منظرو څخه ښه خوند واخیست. همدارنګه ماشومانو هم په ټالونو کې له زنګیدو او د لوبو موټرو له ځغلولو خوند واخیست.
کالام او مهو ډنډ د سیلانیانو د خوښې ځایونه دي
سوات چې ورته د خیتځ سویس هم ویل کیږي پکښې د کالام دره او د مهو ډنډ جهیل د سیلانیانو د خوښې ځایونه دي. سږ کال هم په ډیر لوړ شمیر کې سیلانیانو دغو سیمو ته مخه کړې ده او د سوات د زړه راښکونو منظرو او ښایسته او معتدل موسم څخه خوند اخلي.
د ترهگرۍ تر څپې وروسته د سیاحت غوړیدل
په سوات کې د ترهګرۍ د څپې او سیلابونو د راتګ له کبله د سیاحت سکتور ته ډیر زیان رسیدلی دی. سږ کال د ډیر شمیر سیلانیانو د راتګ له امله دغه سکتور د ښه کیدو پر لور روان دی. د توریزم د وزارت په حواله د سلګونو زرو سیلانیانو راتګ د دغې سیمې له اقتصاد او پرمختګ سره مرسته کوي. (عدنان باچا، سوات)