د امریکايي ځواک په هوایي برید کې د ملکي تلفاتو ادعا
۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعهد سنګین ولسوالۍ یوه ځایي مشر حاجي سیف الدین سنګینوال، ویلي دي: «تیره شپه امریکایي هوایي ځواکونو په چیناري کلي کې د حاجي فدا محمد پر کور بمبار وکړ چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغه د کورنۍ لس غړي ووژل شول.»
سنګینوال زیاته کړې ده چې نهه کسان نور بیا په ماته لکړه کلي کې د ملا بادشاه په کور کې وژل شوي دي. هغه روښانه کړې ده چې په توغي کلي کې هم یو شمیر کسان په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.
د سنګینوال په خبره په دغو پیښو کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سنګین ولسوالۍ د شورا غړي حاجي محمد داوود هم په ماته لکړه، چیناري او توغي کليو کې د رامنځ ته شویو پیښو پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې پیښو ملکي تلفات هم رامنځ ته کړي دي.
د هغه په خبره تر اوسه پورې یې د ۲۳ کسانو د وژل کیدو خبر اوریدلی دی چې ملکي کسان هم پکښې شامل دي. هغه روښانه کړې: «خو زه نه پوهیږم چې د وژل شویو کسانو په ډله کې طالبان هم شامل دي او که نه.»
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، د ملکي تلفاتو خبر رد کړی دی: «تر هدف لاندې راغلې سیمې په بشپړه توګه د طالبانو سیمې وې. د هدف په سیمه او یا هم ورته نزدې د ملکي کسانو کورونه نه شته.»
ځواک دا هم روښانه کړې ده چې بریدونه یوازې د امریکایي هوایي ځواک له خوا نه دي شوي، بلکي افغان هوایي ځواک هم په دغو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
هغه ویلي دي: «موږ له سیمې څخه دقیق رپوټونه لرو نو له دې کبله ملکي کسان نه دي ژوبل شوي. هغه کسان چې د ملکي تلفاتو ادعا کوي، کولای شي خپل شکایت والي ته وکړي.»