1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کې د میرمنو پر موټرچلونې بندیز پای ته ورسید

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

سعودي عربستان پر میرمنو باندې وضع شوی د موټر چلولو بندیز لیرې کړ. که څه هم په دې هیواد کې د موټر چلونې د لایسنس لرونکې یو شمیر میرمنې خوښې دي، خو مدني فعالان خبرداری ورکوي چې د ښځو د بشپړو حقونو مزل لا هم اوږد دی.

https://p.dw.com/p/30ArT
Saudi-Arabien Frauen in der Fahrschule
انځور: Reuters/A. Jadallah

د سترګو د لید تر ساحې پورې پرانیستي او پراخ سړکونه خو په مخ کې یې بیا هم یو خنډ شته. په دې هیواد کې د موټر چلولو پر مهال ټکر ناممکن وي. د سعودي عربستان له پلازمینې ریاض څخه څو کیلومتره لیرې د پراخو دښتو په منځ کې غځیدلي پراخ سړکونه د موټر چلونې له پاره ډیر مناسب دي.

د یکشنبې په ورځ بایا چې په سعودي عربستان کې د موټر چلول زده کوي له هغې سره مل د دویچه ویله خبریالې باني فاکسار ته وايي چې «دا واقعاً د [موټر چلونې] د تمرین له پاره تر ټولو خوندي ځای دی.» هغه زیاتوي چې د موټر چلونې کورسونه هم له موږ څخه د ډیر څه انتظار لري او لا هم ډیر څه دي چې باید زده یې کړو.» که چیرته هغه د موټرچلونې په آزموینه کې بریالۍ شي، بایا به د سعودي عربستان په ګوتو د شمار میرمنو له ډلې څه شي چې په دې هیواد کې د موټر چلونې لایسنس ترلاسه کوي. داسې یو حق چې په دې هیواد کې میرمنو یې د لسیزو راهیسې ورته مبارزه کړې.

Saudi-Arabien Frauen in der Fahrschule
انځور: Reuters/A. Jadallah

د جون میاشتې په ۲۴ نیټه پر میرمنو باندې د موټر چلونې بندیز به نور د سعودي عربستان د تاریخ برخه وګرځي. خو بیا هم په دې هیواد کې یو لږ شمیر د موټر چلولو لایسنس لري. یوازې په جون میاشت کې یوازې لس میرمنو په سعودي کې د موټر چلونې اجازه ترلاسه کړې. خو داسې انتظار کیږي چې دغه شمیر به لا پسې لوړ شي. د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وړاندوینه کوي چې شاوخوا ۲۰۰۰ میرمنې به په راتلونکو اونیو کې لایسنسونه ترلاسه کړي.

د ټایرونو د بدلولو آزادي

په سعودي عربستان کې میرمنې یوازې د موټر چلونې په برخه کې خپل مهارتونه نه لوړوي، دوی د دې ترڅنګ تیوري او د موټر د تخنیک په برخه کې هم خپله پوهه لوړوي. د سعودي عربستان د موټر چلونې په کورسونو کې دوی د موټر د ټایرونو بدلول، د اشترنګ سم نیول او د موټر د سم سرعت انتخاب هم زده کوي.

Saudi-Arabien Frauen in der Fahrschule
انځور: Reuters/A. Jadallah

د رویترز خبري آژانس یو رپوټ وايي چې په دې هیواد کې زیاتره مواد د یوه سکرین یا دیجیتالي پردې له لارې ښوول کیږي. د موټر چلونې یوازې ځوانو زده کوونکو رویترز خبري آژانس ته ویلي: «وروسته له دې چې لایسنس واخلم، لومړی کار چې کوم هغه دا دی چې خپله کورنۍ چکر ته بیایم. موږ به یو چیرته ولاړ شو او خپله بریا به [په ګډه] ولمانځو.» یوه بله زده کوونکې بیا غواړي چې ژر تر ژره لایسنس واخلي او خپله مور چکر ته بوځي. هغه وايي: «په موټر کې به یوازې زه او مور مې اوسو. زه ډیره خوښه یم.»

په برلین کې میشت د اروپا-سعودي د بشري حقونو له سازمان څخه علي ادوبیسي وايي چې میرمنو ته د موټر چلونې د آزادۍ پریکړه بلاخره د سعودي په سلطنت کې د یوه پراخ کمپاین د انځور یوه برخه ده. ادوبیسي دویچه ویله ته وویل چې د بندیز لیرې کول پرته له شکه د میرمنو له پاره یو ستر او مثبت ګام دی. هغه وايي چې له بل پلوه بلاخره دا ډیر کم څه دي چې دغه هیواد یې د میرمنو له پاره کوي.

Saudi-Arabien 1. Tag Fahrerlaubnis für Frauen
انځور: Reuters/H. I Mohammed

سربیره پر دې نوموړي دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې وویل چې اوس هم په دې هیواد کې میرمنې له خپلو يو شمیر اساسي حقونو بې برخي دي او لا هم د سړیو تر واک لاندې ژوند کوي. د بیلګې په توګه میرمنې نه شوي کولی په یوازې سر سفر وکړي او یا هم په خپل مسوولیت یو قرارداد لاسلیک کړي. هغه وايي: «میرمنې تر دغو خنډونو لاندې هره ورځ ډیرې ځوریږي. نو له دې امله که غواړو چې د میرمنو د موټر چلونې حق ولمانځو نو موږ باید دوی ته د دوی د نورو حقونو غوښتنه هم وکړو.»

په سعودي عربستان کې په یو شمیر پیښو کې حکومت لا هم په زړو کړنلارو سره د میرمنو د حقونو مدافعین تر تعقیب لاندې نیسي. دغه کار د مې میاشتې په وروستیو کې په ښکاره توګه لیدل کیدی شي هغه وخت چې د میرمنو د حقونو یو شمیر مدافعینې ونیول شوې او زندان ته واچول شوې. پر دوی باندې له بهرنیو سازمانونو سره چې د میرمنو د هڅو ملاتړ کوي، د شکمنو اړیکو لرلو تور پورې کړل شو. سربیره پر دې پر دوی باندې داسې تورونه هم پورې شول چې ګواکې دوی د حکومت د حساسو ادارو کارکوونکي جذب کړي او دوی ته یې د «بهرنیو دښمنانو» له لوري د مالي مرستو وړاندیز هم کړی.

Saudi-Arabien, die saudi-arabische Autofahraktivistin Madiha al-Adschrusch sitzt in einem Auto
مدیحه الجروش د سعودي حکومت له لوري نیول شوي د میرمنو د حقونو مدافع دهانځور: picture-alliance/dpa/O.Weiken

مدیحه الجروش هم یو له هغو میرمنو څخه ده چې نیول شوې وه. دغې ۶۲ کلنې انځورګرې او د رواني درملنې په برخه کې متخصصې ان د ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې په سعودي عربستان کې د میرمنو د حقونو له پاره کمپاین او هڅې کولې. د نوموړې هڅو او فعالیتونو ان د دې هیواد روحانیون په غوسه کړل او هغې ته یې د فاحشې کلمه وکاروله. سربیره پر دې د هغې ټول انځورونه هم وسوځول شول.

د ادوبیسي په باور په سعودي کې دغه وروستي توقیفونه اصلاً یو خبرداری وو. هغه وايي: «حکومت غواړي [په دې توګه] یو داسې زیګنال ولیږي چې میرمنې باید نورې غوښتنې ونه کړي. که چیرته احتیاط ونه کړئ، نو تاسې به هم د میرمنو په برخه کې د نوموتو فعالینو په څیر زندان ته واچول شئ.»