1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ستراتيژيک تړون کي ټول اختلافي مسايل حل سوي

۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبه

د دودیزي لوي جرګې منشي ریدا عظیمي وايي، افغان او امریکایي چارواکي پر ټولو اختلافي مسلو موافقې ته سره رسېدلي دي. د دواړو هيوادونو تر منځ اختلافي مسلې د شپې عملیات او خپلسري زندانونه ول.

https://p.dw.com/p/139uV
انځور: DW

ریدا عظیمي د دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي سره په خبرو کي وويل، په افغانستان کي پر سولي او د امنیتي ځواکونو پر تجهېز له امریکايي چارواکو سره هوکړه سوې ده.

دې زیاکړه، چي افغان حکومت تېره ورځ له امریکايي پلاوي سره، د بګرام زندان د مسئولیت پر اخېستو او د شپې له خوا د کورونو پر پلټنو خبري وکړې.

په دې خبرو اترو کي امریکايي پلاوي منلې ده، چي د شپې له خوا عملیات به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترسره کیږي.

« هغه کوچنۍ اندېښنې، چي په دې تړون کي وې، له نیکه مرغه تېره ورځ افغان او  امریکايي پلاوی ورباندي سلا شول. نو ځکه تېره شپه د رسنیو له لاري ددې جرګې په خپله نېټه د جوړیدو اعلان وسو.»

خو لیکوال او ژورنالیست عاشق الله یعقوب بیا باوري نه دئ، چي په ستراتیژیک تړون کي دي اختلافي مسلې هواري سوي وي.

« که چیري اختلافي مسلې حل شوي نه وي، نو بیا اصلاً د لويي جرګې رابلل یو بې ګټي کار دی.»

د جرګې منشي ریدا عظیمي وايي، چي د لويي جرګې اجندا همدغه ستراتیژیک تړون دئ، چي متن به ئې د څلورو ورځو په موده کي د ګډونوالو له خوا تر بحث او څېړني لاندي ونيل سي.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی استاد پوهاند ډاکټر ودېر ساپي دويچه ویله ته وویل، په ستراتیژیک تړون کي اختلافي مسلې باید دومره ژوري نه وي، چې د تړون د لاسلیک په وړاندي خنډ واقع سي.

« متأسفانه چي حکومت خلکو ته ټولي موضوعګاني نه دي روښانه کړي، نو په دې صورت که چیري دوی هر راز فیصلې وکړي، په عملي کولو کي به يې دوی له پرابلم سره مواجه وي.»

ټاکل سوې ده، چي دودېزه لویه جرګه د رواني اونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابل د لويي جرګې په خېمه کي د څلور ورځو له پاره جوړه سي.

په کابل ښار کي هم ددې جرګې د جوړېدو په موخه ټینګ امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو وار دمخه ددې جرګې د ګډوډولو خبرداری ورکړی او هغو کسانو ته یې د مرګ ګواښونه کړي، چي غواړي په دې جرګه کي ګډون وکړي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل