1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرگونه بهرنيان د ليبيا څخه د وتلو په تلاښ کي دي

۱۳۸۹ اسفند ۵, پنجشنبه

د تريپوليس په هوايي ډګر کي لا د ۵۰۰۰ په شاوخوا کي بهرنيان انتظار باسي. همدارنګه د هغو په سلهاوو امريکايي اتباعو په را ايستلو کي ځنډ راغلي چي بايد پرون د يوې امريکايي بېړۍ په وسيله د ليبيا څخه مالتا ته انتقال سوي وای.

https://p.dw.com/p/R3t5
بهرنيان د ليبيا څخه د وتلو پر مهال
بهرنيان د ليبيا څخه د وتلو پر مهالانځور: dapd

لکه څنګه چي د اسنا په نامه خبري آژانس رپوټ ورکوي ، د ايټاليا څخه دوې طيارې الوتلي دي تر څو د ورځي په جريان کي د ليبيا څخه خارجيان راوباسي.

په مالتا کي لا دوې آلمانۍ الوتکې ولاړي دي.

علاوه پر دې په دې ترڅ کي د ايتاليا سمندري ځواکونو هم خپلي دوې جنګي بېړۍ د ليبيا په ساحل کي درولي دي تر څو د يوې خوا د پوځي نښتو څخه او د بلي خوا د کډوالو د راتګ څخه مخنيوی وکړي.

ددغو مشکلاتو په اړه د ايتاليې داخله وزير روبېرتو ماروني د خپلو همکارانو او د پنځو مديترانيي هيوادونو سره مشورې وکړې.

ايتاليا ، مالتا ،يونا ن، قبرس هسپانيه او فرانسه غواړي د اروپايي ټولني د داخله وزيرانو په کنفرانس کي په دې اړه د خپل مشکل دپاره د حل يوه لاره پيدا کړي.

دي په دغو مديترانيي هيوادونه هم د کډوالو سره د چلند په اړه د يوې مشترکي ستراتېږۍ غوښتونکي دي. ددوي په نظر بايد په سيمه کي د اقتصادي حالت دښه کېدو او ثبات د راوستلو په لاره کي د ګډو اړيکو د پاره نوي لاري چاري پيدا سي.

د بلي خوا بيا داخله وزير ماروني په دې نظر دي چي د پناهندګانو دپاره دي يو مشترک سيستم را منځته سي تر څو سرحدي هيوادونه نور د کډوالو تر فشار لاندي نه وي.

ماروني زياته کړه چي مديترانيي هيوادونو به هيڅکله د کډوالو د راتګ څخه شکايت نه وای کړی ، که تناسب مراعات سوي وای.

مخکي تر دې هم د ايتاليا خارجه وزير فرانکو فراتيني د اروپايي ټولني د هيوادونو څخه دا غوښتي وه چي د کډوالو په مشکل کي دي د نوموړو هيوادونو سره مرسته وکړي.

دا چي د ايتاليا په ساحل کي به دغه کار څنګه ترسره سي تر اوسه لا معلومه نه ده.خو يوه خبره معلومه ده چي د نوو تدابيرو تر وضعه کولو پوري لومړني کډوال اجازه لري ژردلته راسي.

دانيلا/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل