1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو کډوال د «بالکان له لاري» په حرکت کې دي

۱۳۹۴ شهریور ۲, دوشنبه

د یونان ـ مقدونيا سرحد تر بیا پرانیستل کیدو وروسته د بالکان پر لور د کډوالو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. یوازې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰۰ کډوال د مقدونيا شمالي ښار تبانوچي ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1GKRC
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski

د رسنیو د رپوټونو له مخې هغه کډوالو چې صربستان ته پر سرحد اوښتي، زیاتره یې د کورنۍ جگړې ځپلي هیواد سوریې دي. هغوی تر دې دمخه د یونان ـ مقدونيا پر سرحد څو ورځې تیري کړي وې.

د کډوالو له پاره ځانگړي اورگاډي او بسونه

د مقدونيا چارواکو د ځانگړو اورگاډو او سرویسونو په وسيله پناه غوښتونکي له سویل څخه شمال ته انتقال کړل. په دې ترڅ کې صربستان د میراتووچ په سرحدي سیمه کې د کډوالو له پاره دوهم کمپ پرانیستی دی.

د صربستان د دولتي تلویزون د رپوټ له مخې چارواکي کډوالو ته داسي اسناد ورکوي چې کډوال پرې د بیلگراد له لارې هنگري او له هغه وروسته بیا د نورو اروپایي هیوادونو پر لور سفر کولای شي.

هنگري مهاجرو ته اوسپنيز دېوال جوړ کړی

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی دی چې په زرونو پناه غوښتونکي د هنگري د کډوالو د تگلارې له کبله په مقدونيا کې په سختو شرایطو کي پاته دي.

هنگري اوسمهال له صربستان سره پر پوله د ۱۷۵ کیلومترو په اوږدوالي د اغزي لرونکي سیم دیوال په جوړولو پیل کړی دی. په پام کې ده چې دغه دیوال د نومبر میاشتې تر پای پورې بشپړ شي. هنگري د سوریې، افغانستان او افریقایي هیوادونو د ډېرو کډوالو له پاره اروپا ته د تگ به ترانزیت ځای باندې اوښتی دی.

سور صلیب: د کډوالو هجوم به لا زیات شي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کډوالو د مرستې په برخه کې د ښې همکارۍ او د گډو هڅو غږ کړی دی. د سره صلیب په وینا په راتلونکو ورځو کې د کډوالو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالي اټکل کیږي چې د یونان له ټاپوگانو څخه د اروپا پر لور خوځیږي.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR د مقدونيا له چارواکو څخه غوښتي دي چې پر پوله لا زیات پرسونل وگوماري، څو د نورو کډوالو راتگ په ښه شان تنظیم کړای شي.

په عین وخت کې د ملگرو ملتونو سازمان ملاتړ ته د چمتووالي ډاډ ښوولی. په صربستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویان لا تر مخه پر کډوالو خوراکي توکي ویشي. د صربستان د حکومت له خوا د توشکو او خیمو غوښتنه هم تر ارزونې لاندې ده.