1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو کورنۍ له پاکستانه وتلو ته اړي سوي دي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۵, دوشنبه

له پاکستانه راستانه سوي افغان کډوال په هغه هيواد کي د امنيتي ځواک له ناسم چلن څخه سخت سرټکوي. په تيرو دروې مياشتو کي نزدې ۵۰۰۰۰ افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي.

https://p.dw.com/p/1ErU1
انځور: Reuters/F. Aziz

له پاکستانه راستانه سوي افغان کډوال شکايت کوي چي په دې وروستيو کي د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا سخت ربړول سوي دي.

د راپورونو له مخي د تيرکال د دسمبر مياشتي پر ۱۶ نېټه په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي تر يرغل وروسته چي نزدې ۱۵۰ کسان چي ډېر ئې کوچنيان ول ووژل سول له افغان کډوالو سره سخت چلن پيل سو.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چي تر دې پیښي وروسته، پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو اسناد ليدل، له هغوی څخه يې پیسې غوښتلې او بيرته خپل هيواد ته په تگ مجوره کول.

اوس د تورخم له لاري ډېر افغان کډوال حتي يوازي په يوه جوړه کالو کي پر پښو خپل هیواد ته روان دي. خو ځینو بیا خپله کډه په لاریو موټرو کي بار کړې وي او افغانستان ته ستنیږي.

اول خان چې د اوو کوچنيانو پلار دی، ۳۵ کاله په پاکستان کې اوسیدلی دی. کله چې په ۱۹۷۹م کال کې د هغه کورنۍ له افغانستان څخه پاکستان ته کډه شوه نو اول خان کوچنی وو. هغه وایي چې په پاکستان کي یې دومره پیسې گټلې چي خپله کورنۍ پرې مړه کړي.

اول خان وایي چي په پیښور کې تر برید وروسته په پاکستان کي د افغان کډوالو پر ضد بد چلن ډیر سو: «هغوی کور په کور په افغان کډوالو پسي گرځیدل. هغوی موږ د پاکستان پریښودو ته اړ کړو. زه په افغانستان کي د اوسیدو له پاره کور نه لرم او نه هم پیسې لرم چي کور په کرایه کړم. زه باید له خپلي کورنۍ سره په خیمه کي ژوند وکړم.»

دا په داسي حال کي ده چي د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) ويلي دي چي دوی په تورخم کي يوازي له ۱۰ څخه تر ۱۵ کورنيو پوري کډوالو د ځای پر ځای کولو له پاره تياری لاره.

خو د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره د بد چلن خبره نه مني. د دغه هيواد د کډوالو د چارو مسئول عبدالقادر بلوچ ويلي دي: «له نه ثبت سوو افغان کډوالو سره هيڅ بد چلن و نه سي. موږ به د هغوی پالنه وکړو.»

تیره اوونۍ پاکستاني چارواکو وویل چي ټول افغان نه ثبت شوي کډوال به راجستر کړي. پر دې سربیره افغان او پاکستاني چارواکو پر دې هم خبري وکړې چي څرنگه کولای سي ډیر کډوال بيرته خپل هیواد ته ستنیدو ته وهڅوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، په پاکستان کي ويلي ول چې د کډوالو د ثبتولو بهیر به د یوې میاشتي په ترڅ کې پیل سي. هغه وویل: «افغان دولت غواړي چي ټول کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه سي، خو که هغوی ټول یو واري خپل هیواد ته ولاړ سي نو ستونزي پيښيږي.»

اوس په پاکستان کي نزدې ۱،۶ میلیونه ثبت سوي افغان کډوال میشته دي او د پاکستاني چارواکو په وينا پر دې سربیره ۱،۵ میلیونه نور افغان کډوال هم سته چي ثبت سوي نه دي.