1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي پر موټرسايکل چلولو بنديز ولگېد

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

د زابل ولايت چارواکي وايي، چي دا کار ئې د وسله والو مخالفينو د غلچکي بريدونو د مخنيوي په سبب کړى دئ. د هغوی په خبره نور هيچاته د چلولو اجازه نه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/15ets

د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په يوه تليفوني تماس کښي وويل، چي دا پرېکړه د زابل د ملي امنيت په غوښتنه او د ولايت مقام د نظامي شورا په سلا سره منل سوې ده.

د رسوليار په قول د موټرسايکلونو بنديز به وکولاى سي، چي په دغه ولايت کي امنيت نور هم ټينگ کړي:

«د خلګو د امنيت ساتني له پاره مو د موټر سايکلونو پر چلولو يو مخ بنديز لګولى دئ او په دې لارکي هيڅوک تر قانون لوړ نه دئ.»

مرستيال والي له زابليانو څخه هيله کوي، چي په دې لار کي له دوى سره همکاري وکړي او په وينا ئې چي د زابليانو په مرسته اوهمکارۍ دوى په دې کار کښي بريالي کيدای سي.

د زابل يو شمير اوسيدونکو هم د تليفون پر ليکه له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خپلو خبرو کي د دولت دغه ګام و ستايه او وئې ويل، چي دولت بايد پوليس هم له موټرسايکل چلولو څخه منع کړي.

ددوى په اند کيداى سي چي مخالف وسله وال د پوليسو له يونيفورم او موټرسايکل څخه په ګټه اخيستني سره امنيتي ستونزي جوړي کړي:

«موږ د خپل دولت هري فيصلې ته غاړه ږدو او له دوى څخه هم غواړو چي خپلي پرېکړي په رښتياسره پر ټولوعملي کړي او موږ د وسله والوله بريدونو څخه خلاص کړي.»

د زابل مرستيال والي وايي په دې سره به يوشمير زابليانو ته د تګ راتګ ستونزي پيدا سي خو دده په خبره، دا ستونزي لنډمهاله او ګټه ئې اوږد مهاله ده.

د زابل چارواکي په داسي حال کي په دغه ولايت کي د امنيت د خوندېتوب له پاره د موټرسايکلونو پر ګرځيدو باندي يو مخ بنديز لګوي، چي تردې وړاندي په ګاونډي ولايت کندهار کي نظامي شورا د امنيت د خوندي کولو په خاطرد موټرونو د تورو هندارو د پاکولو پرېکړه کړې ده.

په سيمه کي د چارو شننونکي هم ددولت دغه شان پريکړي پرځاى ګڼي او وايي، چي دولت بايد دغه کارونه څو کاله پخوا لا لومړی له خپله ځانه پيل کړي وای.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل