په ريو کې د المپيک لوبو پرانيستنه
انځورونه: د ۲۰۱۶ کال د المپيک دوبنۍ لوبې پرانيستل شوې. د پرانيستنې د شېبو غوره انځورونه مو درته د انځورونو په دغه ګالرۍ کې راټول کړي دي.
د شين رنګ په پلوشو کې
د برازيل په وخت د ماښام په اتو بجو مراسم پيل شول. لومړی د برازيل د ورزشکارانو يوه ويډيو خپره شوه. لوبغالی د شنه (ابي) رنګ په پلوشو پوښل شوی وو.
د طبيعت راز
د پروجګتور په مرسته ورپسې د تکامل يا بشپړتيا په لور بهير د لوبغالي پر ځمکې باندې د شنو او زرغونو پلوشو له لارې ترسيم او وښودل شو.
د رڼاګانو حيرانونکې ننداره
د تکامل د بهير څخه مراد د برازيل د تاريخ پر له پسې وده ده، له وړو موجوداتو څخه نيولې بيا تر باراني ځنګلونو پورې.
د پخوانو زمانو اصلي ننداره
که د برازيل تاريخ مطرح وي، نو د پرتګاليانو په واسطه د برازيل فتح يې هم يوه برخه ده.
ژيزل بوندشن
يو دم مشهوره برازيلي ماډله، ژيزل بوندشن، د «بوسا نووا» موسيقۍ له غږونو سره مل د لوبغالي په اوږدو کې چکر وهي. نندارچيان او مينه وال ورته چک چکې کوي.
دغه ننداره خاصتا د تلويزيون له پاره وه
ننداره د لوبغالي په پرتله په تلويزيون کې ښه معلوميږي. يو دم له خاورو څخه آسمان څکې ودانۍ راټوکيږي. په دې ترتيب د هېواد د لويو ښارونو رامنځ ته تګ تمثيليږي.
د آلمان ټيم ته تود هر کلی
برازيليان آلمانانو ته تود هر کلی وايي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ کال د فوټبال په نړيوالو اتلوليو کې هغوی د آلمان په مقابل ۷:۱ ګولونه په نيمه پايلوبه کې خوړلي ول.
د کډوالو ټيم
اصلي د اوج ټکی د المپيک لوبو د کډوالو ټيم دی چې ورته په ريو دې ژانېرو کې تود هر کلی وشو. په دغه ټيم کې سوريايي لامبوزنه، يسرا مارديني، هم شامله ده چې په برلين کې ژوند کوي او هلته خپل تمرين هم کوي.
د وينا پر مهال غندونکې شپېلۍ
د برازيل موقتي ولسمشر، ميشل تېمر، د نيمې شپې څخه تقريبا نيم ساعت مخکې د نړۍ د سپورټ تر ټولو ستره اتلولي پيل کړه. خو د پرانيستونکې وينا په لومړۍ جمله کې خلکو د غندنې په غرض شپېلۍ وکړې.
په المپيک کي د افغانستان بيرغ
د المپيک په سږنيو لوبو کي له افغانستانه هم ورزشکارانو ګډون کړی دی.
افغانې دوديزه جامې
د افغانستان د ډلې مېرمنو دوديزه افغاني جامې اغوستې وې، چي زياتي وستايل سوې.