په روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوي
۱۳۹۶ اسفند ۲۷, یکشنبهنن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتې په ۱۸ نیټه) په روسیه کې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د رايو اچونې مرکزونه له دې ډلې د دې هیواد په غرب کې له ګڼه ګوڼې په ډکو سیمو کې د سهار په اتو بجو پرانیستل شوي. د روسیې په شرقي لیرو سیمو او سایبریا کې بیا خلک له دې وړاندې یعنې تیره شپه د رأیې اچونې له پاره د د رأیې مرکزونو ته تللي.
د روسیې د ټاکنو محلي کمیسیون رپوټ ورکړی چې د روسیې په لیرې پرته د کمچاتکا په ټاپووزمه کې د رأیې اچونې په لومړیو اوو ساعتونو کې ۵۴،۱ سلنه رأیه اچوونکو برخه اخیستې. دغه شمیر بیا د روسیې د ۲۰۱۲م کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ۴۶،۱ سلنه ښوولی شوی وو.
په عین وخت کې د سایبیریا په ایرکوتسک سیمه کې هم د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله د خلکو ونډه شاوخوا شپږ سلنه لوړه ښوول شوې ده.
د روسیې په دې ولسمشریزو ټاکنو کې د دې هیواد اوسنی ولسمشر ولادمیر پوتین د ګټلو ډیر چانس لري. د بریا په صورت کې به پوتین د راتلونکو شپږو کلونو له پاره د روسیې ولسمشر وټاکل شي. په دې ټاکنو کې د پوتین اووه تنه نور رقیبان بیا د ګټلو کم چانس لري.
د روسیې د چارواکو په حواله، د ۲۰۱۲م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په شرایطو برابر د رأیه اچوونکو کسانو د ونډې کچه ۶۵،۳ سلنه وه چې له دې جملې څخه ۶۴،۴ سلنه رأیه اچوونکو ولادمیر پوتین ته رأیه ورکړې وه.
بل لوري ته بیا د روسیې د ټاکنو څارونکي چې د نورو نوماندانو او یا هم د اپوزیسیون له لورې د ټاکنو د بهیر د څارنې له پاره لیږل شوي، شکایت کوي چې د رأیې اچونې په ډیر شمیر مرکزونو کې دوی ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.
په روسیه کې شاوخوا ۱۰۹ میلیونه په شرایطو برابر رأیه اچونکي ژوند کوي. د رأیې اچونې د مرکزونو تر تړل کیدو وروسته د رأیو د پایلو لومړني نتایج همدا نن ورځ د مرکزي اروپا په ځايي وخت د ماښام په ۷ بجو په کالیننګراد چې د بالتیک بحیرې په حوزه کې د روسیې له خاورې بهر د دې هیواد برخه ده، اعلانیږي. دا ځکه چې روسیه ډیره پراخه خاوره لري او د رأیې اچونې لومړني مرکزونه د روسیې په همدې برخه کې تړل کیږي.
زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: