په روسيه کي احتجاجونه دوام لري
۱۳۹۰ آذر ۲۶, شنبهد روسې د اوسني لومړي وزير او د پخواني ولسمشر، ولاديمير پوتين، ګوند په ټاکنو کې۴۹،۵ سلنه رايې گټلي دي. دغه ټاکنې چي دوه اونۍ تر مخه تر سره سوې، پرې د پوتين ضد سياسي ډلو او ټولنو له خوا د درغليو تورونه لګول شوي.
د يابلوکو يا مڼې ګوند هم د يو شمېر هغو ګوندونو څخه دی چې په پارلماني ټاکنو کې يې هيڅ چوکۍ ندي گټلي. نوموړي ګوند د بشپړه رايو یوازې ۳،۳ سلنه تر لاسه کړې چې په دې توګه په روسي پارلمان دوما کې د چوکيو په لاس ته راوړلو کې پاتې راغلی دی. د دغه ګوند مشر، سيرګې ميتروخين، د لاريون د پېل څخه تر مخه لا ويلي ول:
« طبعا موږ د دې ادعا نه لرو چې زموږ احتجاجي غونډه به د دسمبر د لسمي د احتجاج په ډول ستره وي. دغه به يوه وړه غونډه وي. خو موږ غواړو چي د دغه احتجاج په مرسته سياسي مباحثې ته دوام ورکړو.»
يوه اونۍ تر مخه چې د دسمبر لسمه نېټه وه، پدغه ورځ د شوروي د ړنگېدو راهيسي د روسيې د تاريخ تر ټولو ستر احتجاج تر سره سو چې په کې د ۵۰ زرو څخه زياتو کسانو گډون کړی وو. د دغې سترې غونډې څخه پنځه ورځې وروسته لومړي وزير، ولاديمير پوتين، په خپل غبرگون کي ويلي وو:
« ما داسې فکر کاوه چې دغه لاريونونه د اېډز د ناروغۍ پر ضد راوتلي دي.»
د روسيې د نوي تاريخ د تر ټولو ستر لاريون په هکله چي د پوتين او د هغه د ګوند پر ضد راوتلی وو، د پوتين دا ډول غبرګون زيات مخالف سياستوال په غصه کړي ول.
د پوتين د متحده روسيې د ګوند مخالف سياستوال او ګوندونه وايي چې په پارلماني ټاکنو کي په لوړه کچه درغلۍ سوي دي او ښايي دغه درغلۍ په راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي بيا تکرار سي.
د روسیې ولسمشر، دېمتري مېدوېدېف، او د هغه د لومړي وزير ،ولاديمير پوتين، د محبوبيت په کچه کې په تيرو ورځو کې ۸ سلنه کمښت راغلی دی. دا هغه شمېرې دي چې د بېلابيلو نظر پوښتنو او احصاييو له مخي رامنځ ته سوي دي. د احصاييو يو انستيتيوت چې د حکومت تر کنټرول لاندې دی هم اټکل کړی چې که نن د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره سي نو پوتين به په سلو کې ۴۲ فيصده رايې وګټي. حال دا چې پوتين د خپلې دوهمې دورې په ټاکنو کې ۷۰ سلنه رايې گټلې وې.
يو شمېر کارپوهان پدې آند دي چې د سترو لاريونونو په وړاندې د غېر مناسب غبرګون له کبله د ولاديمير پوتين په مخاليفينو کې لا زياتوالی راغلی دی.
ولاديمير پوتين دوه ځله د روسيې ولسمشر پاتې سوی دی. پداسې حال کې چې د روسيې د اساسي قانون له مخي څوک درې ځله په پرپله پسې توګه د ولسمشر په توګه نسي پاتې کیدای. نو پوتين لومړی وزير سو او خپل پخوانی لومړی وزير ميدوېدېف يې ولسمشر کړی. اوس پوتين غواړي چې د درېيم ځل لپاره ولسمشر سي او اوسنی ولسمشر لومړی وزير کړي.
کراوزه هېرمان/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض