1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روان کال کې نږدې ۳۰ زره افغانان ترکیې ته تللي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د ترکيې د چارواکو په حواله د روان کال له پیل نه نیولې تر اوسه پورې نږدې ۳۰ زره افغانان ترکیې ته داخل شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۱۸م کال په لومړیو میاشتو کې ۲۹،۸۹۹ افغانان ترکیې ته داخل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wcLW
Deutschland Hannover Ankunft Syrischer Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

د ترکیې دولتي رسنې انادولو د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په حواله رپوټ ورکړې چې په ټول ۲۰۱۷م کال کې په مجموعي ډول ۴۵ زره افغانان ترکیې ته داخل شوي دي.

یادې رسنۍ د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په حواله زیاته کړې ده چې تراوسه پورې ۱۰۰۰ تنه د انساني قاچاق په تور د امنیتي ارګانونو له لوري نیول شوي دي.

په عین  وخت کې د رواني میاشتې په ترڅ کې ترکیې د افغان مهاجرو د بیرته اخراج پریکړه وکړه او سلګونه افغانان یې له دې هیواد څخه بیرته افغانستان ته اخراج کړل. ټاکل شوې ده چې په سونو نور افغانان به هم په رتلونکې کې اخراج کړل شي.

ترکیې له ایران سره پر پوله د یوه دیوال جوړولو چارې هم پیل کړي. ترکیې ته زیاتره مهاجر له همدې لاري داخلیږي. په ورته وخت کې ترکیه غواړي له سوریې سره پر پوله هم ورته یو دیوال جوړ کړي ترڅو د ناقانونه مهاجرت مخه ونیسي.

اوسمهال په ترکیه کې تر درو میلیونو ډیر مهاجر میشت شوي دي، چې زیاتره یې د سوریې دي.

زموږ له ارشيف څخه: