1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوو چاودنو کې اته تنه ووژل شول

۱۳۹۴ تیر ۲۶, جمعه

په افغانستان کې د کوچني اختر په دویمه ورځ دوه چاودنې وشوې چې په پایله کې یې اته تنه ووژل شول او له لسو تنو څخه ډیر نور کسان ټپیان شول. افغانانو هیله لرله چې د اختر ورځې پرته له کومې امنیتي پیسې تیرې کړي.

https://p.dw.com/p/1G0ke
انځور: REUTERS/M. Ismail

د افغانستان په بلخ ولایت کې چارواکو وویل چې په شولګره ولسوالۍ کې په یوم مسجد کې چاودنه شوې. چاودنه د اختر تر لمانځه وروسته رامنځ ته شوې ده.

د شولګرې ولسوال شجاع الدین عابد، د اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. لا تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په یوې بلې پیښه کې په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونه له مرګژوبلې سره مخامخ شوي دي. د دې ولایت هوایي ډګر ته نزدې هم د اختر تر لمانځه وروسته چاودنه شوې ده.

د هرات ولایت چارواکو ویلي دي چې په ګذرګاه ولسوالۍ کې د پولیسو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شوی دی چې په پایله کي یې شپږ تنه پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. د هرات ولایت ویاند احسان الله حیات، ویلي دي چې د برید هدف د پولیسو ګزمه موټر وو. هغه زیاته کړې ده چې د ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د دغه برید پړه هم تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیر وخت طالبان په دغه شان بریدونو لاس پورې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب