1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په درو کلونو کي د روسيې ناکام فضايي ماموريتونه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۱, سه‌شنبه

يو روسی راکټ چې درې ستلایتونه یې باید فضا ته انتقال کړي وای په خپل ماموریت کې ناکامه شوه او د سه شنبې په ورځ په هغه پوري تړل شوي ستلایتونو سره یوځای تر توغولو وروسته چاودلی دی.

https://p.dw.com/p/190eh
A still frame taken from a video shows the crash of an unmanned Russian Proton-M booster rocket after veering off course after lift-off, in Baikonur July 2, 2013. The rocket carrying three navigation satellites crashed shortly after lift-off from the Russian-leased Baikonur launch facility in Kazakhstan on Tuesday, spilling its highly toxic propellant. Television showed footage of the Proton-M booster rocket veering off course seconds after lift-off. It fell apart in flames in the air and crashed in a big ball of fire near the launch pad. There were no reported injuries. REUTERS/Pool via Reuters TV (KAZAKHSTAN - Tags: DISASTER SCIENCE TECHNOLOGY) FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. NO THIRD PARTY SALES. NOT FOR USE BY REUTERS THIRD PARTY DISTRIBUTORS
Proton-M Rakete Absturz in Baikonur 02.07.2013انځور: Reuters

د۲۰۱۰ کال د دسمبرمیاشتې پر پنځمه نیټه: درې روسي ګلونس ستلایتونه چې پلان شوې وه باید د امریکایي GPS سیستم ځای یې نیولای وای، د دې پر ځای چې فضا ته ورسیږي په پاسیفیک کې راولوید. دغه ستلایتونه له دې کبله فضا ته ونه رسیدل چې د هغوی راکټ د ځمکې مدار ته په رسیدو کې پاته راغی.

د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ لومړۍ نیټه: روسي Geo-IK-2 ډوله سټلایت تر هغه وروسته لادرکه شو چې فضا ته تر استول کیدو وروسته په ناسم مدار کې برابر شو. دغه ستلایت د ځمکې د درې بعدي نقشي د ښکلو توان لاره او کولای یې شو چې پوځي هدفونه په ډیر دقیق ډول وټاکي.

د۲۰۱۱ کال د اگست میاشتې ۱۸: مسکو له Express-AM4 ډوله مخابراتي ستلایت څخه په اړیکه تینگه ولو کې پاتې راغی. ویل کیږي چې د دغه ستلایت د لادرکه کیدو علت هم په ناسم مدار کې د هغه برابریدل وو.

د ۲۰۱۱ کال د اگست میاشتې ۲۴: یو Soyuz ډوله راکټ چې نړیوال فضايي مرکز ته یې باید یوه محموله لېږلې وای، تر توغیدو لږ وروسته بیرته پر ځمکه راولوید.

د ۲۰۱۱ کال د نومبر میاشتې نهمه: روسي Phobos-Grunt نومی فضايي راکټ چې هدف یې مریخ ته رسیدل وو هیڅ کله هم دې سیارې ته و نه رسید بلکې دوې میاشتې وروسته د دغه راکټ وړوکي ټوټې په پاسیفیک کې راولویدې.

د۲۰۱۱ کال د ډسمبرمیاشتې ۲۳: د یوه Soyuz ډوله راکټ د خرابۍ له کبله یو روسي پوځي مخابراتي ستلایت فضا ته تر رسیدو مخکې په سایبریا کې راولوید.

د ۲۰۱۲ کال د اگست میاشتې اوومه: د یوې تخنیکې ستونزې له کبله یو راکټ چې دوه مخابراتي ستلایتونه یې باید فضا ته لیږدولي وای، پر ځمکه راولویدل.

د ۲۰۱۳ کال د فبروري میاشتې لومړی: د روسیې او اوکراین یو گډ راکټ چې امیرکايي Intelsat 27 ستلایت یې فضا ته استوه، بیرته پر ځمکه راولوید.

د ۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې دویمه: یو Proton-M ډوله راکټ چې Glonass ډوله روسي ستلایتوت یې باید فضا ته رسولی وای، تر توغیدو لږ وروسته وچاودید.

د ۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې دوهمه: یو روسي راکټ چې درې ستلایتونه یې باید فضا ته انتقال کړي وای بیرته په ځمکه راولویده.