1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې پنځه ميليونه نيالګي کښېنول کيږي

۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبه

د پسرلي په درشل کې د خوست حکومتي چارواکو، قومي مشرانو او د مدني ټولني استازو د خپل ولايت د سمسورتيا له پاره ژمنه وکړه چي سږکال به لږ ترلږه پنځه ميليونه نيالګي کښينوي.

https://p.dw.com/p/14EPG
انځور: DW

په دې نيالګيو کې چې بېلا بېلې ميوه لرونکي او زينتي وني شاملي دي د حکومت او په عربي متحده اماراتو کې د خوستي مسافرو په مالي لګښت رانيول شوي دي.

د افغانستان نوي کال د پسرلي له پيل سره پيليږي. د کال لومړي ورځ چي د «نوروز» په نامه هم ياديږي د نورو دودونو سر بيره د «بزګر ميله»، په خاصه توګه د دي هيواد په کليو او بانډو کې لمانځل کيږي. د نوو نيالګيو کښينول د دغې لمانځنې يوه برخه ده.

لا تراوسه دغې سترې ميلې ته شاوخوا دری اوونۍ پاته دي، خو د خوست خلکو له ځان سره هوډ کړی دئ چي سږنې نوروز به د میليونو نيالګيو له کښينولو سره نور هم د خوښي او خوشحالۍ په جشن بدل کړي.

د دغه ولايت چارواکو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو د نيالګو کښينولو لړۍ په يو اشر (ګد کار) سره پيل کړه.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې مناسبت يوې غونډې ته وويل:« دا اشر به ٢٠ ورځې دوام وکړي او په لړ کې به ئې شاوخوا پنځه ميليونه ميوه لرونکي او زينتي نيالګي کښېنول شي.»

د دي ولايت د نفوسو د شمير په هکله نوي او رسمي معلومات نه دي وړاندي شوي، خو د يو غير رسمي اټکل له مخې ښايي د هغې په دولس ولسواليو کې په ټوليزه توګه څه د پاسه يو میليون خلک هستوګن وي.

په ولسواليوکي په محلي شوراګانو او د ښونځيو پر ښوونکو غږ شوي دئ چي د چاپيريال ساتنې د پوهاوي پروګرامونه دي پيل کړي او د «نيالګيو کښينولو فرهنګ» دې بيرته ژوندی کړي.

د تيرو لسيزو د جګړو په ترڅ کې د خوست او د افغانستان د نورو ولايتونو ځنګلونه، باغونه او سمسوري ځمکې ويجاړي شوي دي او چاپيريالي ناورين ئي رامنځ ته کړي دئ.

د خوست والي وويل چي په ورته وخت کې به د خواجه متون غونډۍ په يوه څنډه کې تفريحي باغ جوړ شي. هغه په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې پر خوستيانو سربېره به «د نورو ولايتونو اوسيدونکي هم دې تفريحي ځاى ته راځي.»

په همدې حال کې د اشر يو شمېر ګډونوالو ویویل، چې دوى د خپلې سيمې د سمسورتيا له پاره دا نيالګي کښينوي او وخت په وخت به ترې پخپله پالنه او ساتنه کوي.

د خوستيانو د دي ستر هوډ، «دپنځو مليونو نيالګيو کښينول»، په وړاندي د اوبو کموالی ستره ننګونه ده. ډيري ويالي او د اوبو رسولو سيستمونه ويجاړ شوي دي چې حکومت د هغو د رغولو ژمنه کړي ده.

تېر کال هم د خوست په مرکز او ولسواليو کې تر يو ميليون زيات نيالګي کښينول شوي ول، چې د نه پاملرنې او ورته د اوبو د نه رسيدنې له امله ئې دا وخت ٨٠ سلنه نيالګي وچ شوي دي.

خوست / فريدالله ظاهر
کتونکی: سید ریاض