په خوست کې د امریکایانو پر یوې اډې برید شوی
۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبهد خوست ولایت ویاند مبارز محمد ځدران، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکو د «چمپل کمپ» دروازې مخکې ته یو موټر بم الوزولی دی. په دغه کمپ کې چې د امریکایي ځواکونو خصصي پوځي قراردادیان مېشته دي، په اړه يې ډیر معلومات په لاس کې نه شته.
چارواکو په دې اړه چې دغي پیښي تلفات او زیانونه لرل که نه، ډیر معلومات نه دي ورکړي.
ځدران وویل: «زه د امریکایانو د اډې په یوه دروازه کې د موټر بم له یوه برید خبر یم، خو موږ ته د نورو جزئیاتو د ترلاسه کولو په موخه، هلته د تلو اجازه نه راکول کیږي.»
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند کپتان ویلیم سالوین، دغه پیښه تائيد کړې ده. هغه روښانه کړې ده چې ښايي چاودني د افغانانو په منځ کې مرګ ژوبله رامنځ ته کړي وي، خو امریکایي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
دغه برید د افغانستان په شمال کې پر يوه قول اردو باندي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې تر۱۴۰ زیاتو افغان پوځیانو تر وژل کیدو وروسته ترسره کیږي.
طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.