تروريزم
په خوست کې برید یو تن وژلی او لس ټپیان کړي
۱۳۹۵ اسفند ۲۷, جمعهاعلان
اسوشیتد پرس خبري آژانس د صبرۍ ولسوالۍ ولسوال محمد اکبر ځدراڼ، له قوله لیکلي دي چې د جمعې په ورځ سهار وختي پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د یوې لارۍ موټروان د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د پوځي پوستې مخې ته انفجار ورکړ.
د هغه په خبره چاودنه دومره زوروره وه چې دغه ځای ته څیرمه کورونو او یوه ښوونځي ته یې زیان اړولی دی. داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې تر چاودنې سملاسي وروسته دوو وسله والو طالبانو پر ځواکونو باندې ډزې پېل کړې خو دغه کسان د امنیتي ځواکونه په ځوابي ډزو کې ووژل شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي پيغام کې ویلي دي چې په صبریو کې دوی یوه پوځي پوسته په نښه کړې ده.