1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي د دوهم واده ستونزي

فريد الله ظاهر/ خوست۱۳۹۲ فروردین ۲۱, چهارشنبه

په افغانستان کي يو شمېر هغه خلک چي دوهم واده وکړي، نه يوازي دا چي د لومړۍ او دوهمي ماينې ژوند ترخ کړي، بلکي خپل ژوند ئې هم له سختو ستونزو سره مخامخ وي. دغه کار د کورني تاوتريخوالي سبب هم گرځي. (انځور ارشف)

https://p.dw.com/p/18D9C
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي يو شمېر خلک تر لږ پيسو پيدا کولو وروسته سمدلاسه دوهم يا دريم واده ته زړه ښه کوي، چي په دې ډله کي هغه کسان چي ځواني لوڼي او ځوانان زامن لري، نو په کورنۍ کي د دې پرځای چي دا کار د خوښۍ سبب شي په کورنۍ کي تاوتريخوالی نور هم ډير شي.

د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسيدونکى جوهر وايي، هغه کسان چې عمرونه يې ډېر وي او ودونه کوي، لومړۍ ستونزه يې له خپلو زامنو سره رامنځ ته کيږي، ځکه هغوى داسې فکر کوي، چي که ميرېزي وروڼه يې پيدا شي، نو شته جايداد به ئې ځني جلا کړي.

جوهر زياتوي، دغسې کسان چې واده وکړي، پخوانۍ ښځه له پامه غورځوي او يوازي نوي ښځې ته ډېر قدر، عزت او د کورنۍ په چارو کې ډېر واک ورکوي.

د علي شېرو ولسوالۍ اوسيدونکى تميم خاکسار يوه داسي د سترګو ليدلې کيسه کوي، چې د پلار او زامنو ترمنځ د نوي واده پر سره بده پېښه رامنځته شوې وه.

هغه وايي، د دوى په کلي کې يوه کورنۍ همداسې يوه ستونزه درلوده، پلار يې غوښتل چې خپله ځمکه خرڅه کړي او په پيسو يې نوى واده وکړي، خو زامنو يې مخالفت ورسره کاوه.

هغه وايي، کله چي يې پلار واده وکړ، نو زامن ځني جلا شول او څو ځلې يې د جدايي پر سر شخړي هم رامنځ ته شوې او وروسته خبره تر ولسوالۍ ورسيده.

په افغانستان کي د دې ناوړه دود ډېری قربانۍ ښځي دي، چې له يوې خوا پخوانۍ ښځه له مېړه بيليږي او دوهمه ښځه يې هم د خوښۍ پرځاى په ستونزو او لانجو کې نوى ژوند پيلوي.

د خوست د ښځو چارو رئيسه مېرمن خاور اميري هم دا مني، چې په دې ولايت کې د دوهم او دريم واده د ستونزو په اړه ډير شکايتونه ور رسېدلي دي.

اميري له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «که په شريعت کې يوه نارينه ته څلور ښځي جواز دي، په څنګ کې يې د هغوى ترمنځ عدالت هم لازمي بللى شوی دی.»

د هغې په خبره، خو په خوست کې د دې برعکس کار کيږي او د پاخه عمر نارينه تر واده وروسته پر اولي ښځي ظلمونه کوي او آن تر دې چې هغه د پلار په کور کښېنوي.

د خوست د شېخ زايد پوهنتون د حقوقو پوهنځی استاد اميري بهير هم دا له ښځو سره د انديښنې وړ تاوتريخوالى بولي.

هغه وايي، که څوګ د لومړۍ او دوهمي ښځي ترمنځ تعادل نشي ساتلای، نو دا تاوريخوالى دى، چې د مخنيوي له پاره يې بايد حکومت او مدني بنسټونه عامه پوهاى وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې لا هم له ښځو سره تاوتريخوالى دوام لري او ډېري ښځې چي کوچني اولادونه لري، مېړه يې د دوهم واده په کولو ورسره بد چلند کوي او آن د نوي ښځې د ماشومانو د زيږيدو وروسته د دواړو ښځو د اولادونه ترمنځ هم فرق او بې عدالتي کوي.