په خلیج کې د قدرت پر سر سیالي
۱۳۹۰ مهر ۲۲, جمعهپه واشنټن کې هغه مهال قهر او غصه راوپاریده چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا ادعا وشوه چې په دغه هیواد کې یې د ایران له خوا د سعودي عربستان د سفیر د وژلو پلان شنډ کړ. دغه غوصه د فارس په خلیج کی د سیاسی کړکېچ سره ځکه تړاو لري چې د شیعه مذهبه ایران او اکثریت سني مذهبه سعودي عربستان تر منځ اړیکی د ډېر وخت راهیسې خړې پړې دي.
په لندن کې د عربي-ایراني مطالعاتو له مرکز څخه مهرداد خونسري وایي چې د خلیج هیوادونه د ایران څخه د خطر احساس کوي. دی زیاتوي چې ایران تل دا کوښښ کړی چې د شیعه اقلیت څخه د یوې آلې په ډول استفاده وکړي ترڅو د خلیج په هیوادونو کې ناآرامش رامنځته کړي. د دوغو دواړو هیوادونو تر منځ پر سیمه باندې د قدرت درلودلو رقابت موجود دی.
په ایران کی د ۱۹۷۹ کال د اسلامی انقلاب راهیسې د دغو داوړو هیوادونو ترمنځ په خلیج کی د جیو پولتیک ( جغرافیایي-سیاسي) لاس برتوپ پر سر مبارزه روانه ده. د خلیج د هیوادونو تر منځ شورا چې د سعودی عربستان تر څنګ عربي امارات ، قطر ، بحرین، کویټ او عمان هم پکښی شامل دي، اکثره وخت د ایران انقلاب ته د یوه جواب په معنی تعبیریږي. دا ځکه چې د ۱۹۸۱ کال راهیسي د سعودي عربستان د شاهی واکمنۍ اغېزه په دغه سیمه کی ډېره سوې ده. که څه هم دواړه خواوی د خپل قدرت او اغېزې د پاره مبارزه کوي، خو د سعودي عربستان د سني مذهبه شاهی واکمنش د پاره بیا تر شیعه مذهبه ملایانو نور شیان مهم دي.
دا خبره په وروستیو وختونو کې په عربي نړۍ کې د انقلابونو په ترڅ کی نوره هم روښانه سوه. په داسې حال کې چې سعودی عربستان کوښښ کاوه چې په عربی نړش کې حاکم نظامونه خوندي وساتي، د ایران مشرتابه بیا هڅه کوله په تونس او مصر کې د انقلابونو څخه ملاتړ وکړي.
دوی حتی د حکومتونو دغه اوښتل د اسلامی انقلاب سره مقایسه کول. که څه هم د ایران دولت د دې دپاره چې په قدرت کې پاته سي، په خپل هیواد کې یې د ۲۰۰۹ کال د دوبی مظاهرې په ډېره ظالمانه ډول سره وټکولې، خو بیا یې هم په لیبیا او یمن کې د حکومت پر ضد د مظاهرو څخه ملاتړ کاوه.
په دې ترتیب سره نو په ایران کې د ملایایانو حکومت هم خپل همسایه هیواد، بحرین ته ډېره پاملرنه کوي. په دغه هیواد کې شیعه ګان اکثریت جوړوي خو د یوې شاهي کورنۍ د خوا اداره کیږي. کله چی په بحرین کې په سلهاوو زرو کسانو د حکومت پر ضد مظاهرې پیل کړې نو د ایران مشرتابه پر غرب تور ولګاوه چی د دغه دیموکراتیک حرکت څخه په کافی اندازه ملاتړ نه کوي. ایران په بحرین کی د شیعه مذهبو د یوه حکومت د جوړیدو طرفداره دی.
د منځني ختیځ په اړه یو کارپوه فولکر پېرتیز دا له احتمال څخه لیری ګڼي چې د ایران مشرتابه دې په امریکا کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو په دسیسې کې لاس ولري.
د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر، جورج دبلیو بوش تر ادارې لاندې د متحده ایالاتو حکومت ایران په اصطلاح د «شریرو دولتونو» په جمله کې حساب کړی ؤ او په دې تور چی ګواکی ایران په پته توګه د اتمی وسلو د جوولو پلان لرې د دغه هیواد پر ضد یې ډول ډول نړیوال بندیزونه لګولي ول.
که اوس دا ثابته سي چې د ایران مشرتابه په امریکا کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو په دسیسه کې لاس لري دا نه یوازی د منځني ختیځ پر هیوادونو، بلکې پر نړیوال سیاست هم خپله اغېزه اچوي.
اژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش