په ختيځ کي د ايساف څرخي الوتکه نسکوره سوې
۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبهدغه راز د ناټو ځواکونو ويلي چي د الوتکي پيلوټانو د ځانگړو ځواکونو لخوا ژغورل سوي.
خو طالبانو ادعاکړې چي الوتکه دوی ويشتلې ده. ايساف ځواکونو يوازي دونه ويلي چي پر الوتکي تر رالويدو وروسته څو ډزي سوي نور جزئيات يې نه دي ورکړي، چي پيښه چيري را منځ ته سوې.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي چي الوتکه يې په کونړ ولايت کي را نسکوره کړې او تر رالويدو وروسته يې پر الوتکي ډزي کړي او ۲۲ تنه افغان او بهرنيو ځواکونه يې وژلي دي.
مجاهد زياته کړې چي په پيښه کي ددوی دوه تنه انډيوالان هم وژل سوي دي.
په يوې بلي وينا پاڼه کي ناټو ځواکونو ويلي، چي د افغانستان په جنوب کي په يوه پيښه کي پنځه تنه ماشومان ټپيان سوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چي پيښه د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کي د شنبې په ورځ را منځ ته سوې.
د ايساف ځواکونو ويلي چي څرخي الوتکه تر ډزو لاندي راغلي چي په جوابي بريدونو کي پنځه تنه ماشومان ټپي سوي دي.
د ايساف ځواکونو په خبرپاڼه کي راغلي چي ماشومان د ايساف ځواکونو روغتون ته انتقال سوي ا هلته تر درملني لاندي دي او د پيښي په اړه څيړني رواني دي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: بريښنا صابر