«په حقیقت کي هیڅ قانونی مهاجر» وجود نه لري
۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۰, شنبهمهاجر پلوه شخصي ټولنو او هغوی ته نژدې مدافع وکیلان اروپا ته دقانوني مهاجرت غوښتنه کوي. د مدافع وکیلانو یوې اتحادیې ویلي دي،چي«د مهاجرينو دپاره هیڅ قانوني لاري نسته.»ددې نتیجه داده، چي د هغوی مرستندویانو ته د قاچاقبرانو او یا تښتونکو په توگه دجنایتکاران خطاب وسي.
دغه خبره د پروتستانت کلیسا خبري آژآنس- epd د جمهوري غوښتونکو په نوم مدافع وکیلانو اتحادیې مشر بیرینس بیول د پنجشنبه په ورځ په برلین کی کړې ده. د ده په خبره د موجوده مقرراتو پراساس «په حقیقت کي هیڅ قانونی مهاجر» وجود نه لري. خو داد ژنیو د مهاجرينو د کنوانسیون او نورو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کي راځي، چي پراساس یې مهاجر باید په دې خاطر مجازات نسي، چي یوه هیواد ته ورداخلیږي. د هغوی مرستندویان هم په همدې دلیل په یوه تیاره او خړه ساحه کي قرار لري. ځکه نو مدافع وکیلان د جرمني د اقامت ورکولو د قانون د ۹۶ پراگراف پراساس د په اصطلاح قاچاقبرانو دپراگراف د له منځه وړلو غوښتنه کوي.
د بشر د حقوقو سازمان بوردرلاین یورپ هم د مهاجرينو د رسونکو او انساني قاچاقبري کارونو د غیرجنايي او غیر جرمي کولو غوښتنه کوي. نورو خیریه سازمانو هم ورته غوښتنی کړی دي. د هغوی په نظر د تښتولو او مهاجرکیدلو مرستندویان فقط هغه وخت باید مجازات سي، چي د تیښتي پروخت د هغوی څخه سؤاستفاده وسي او یا ورته تاوان ورسیږي.
دبوردرلاین یورپ نوئ رپوټ دې ته اشاره کوي، چي د ساړه جنگ پروخت هغو کسان چي د نورو سره یې غرب ته په تیښته کي کومک کاوه، د تیښتي سره د کومکیانو په توگه ورڅخه ستاینه کیدله او هرکلئ یې کیدی،خو نن ورځ بیا ددې برعکس د جنايی انساني قاچاقبرانو اصطلاح غالبه ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):