1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جې ۷ کې د نجونو د زده کړې له پاره د ۳ مليارډ ډالرو ژمنه

۱۳۹۷ خرداد ۲۰, یکشنبه

د جي ۷ د شنبې ورځ په ناسته کې د مهاجرو په ګډون د زيانمنو ښځو او نجونو د تعليم او زده کړې له پاره د نژدې درې مليارډ ډالرو د ژمنې اعلان وشو. په کانادا کې د نړۍ د ۷ صنعتی هيوادونو دغه ناسته نن پای ته ورسيده.

https://p.dw.com/p/2zEIS
G7 Gipfel Kanada Gruppenbild
انځور: Reuters/ Y. Herman

د کانادا صدراعظم جستين ترودو، چې د کيوبیک په يوه تفريحي ځای کې د خپلو سيالو مشرانو کوربه وو، وويل چې دا به «د هغو ښځو او نجونو چې په جګړه ځپلو او بحراني سيمو کې ژوند کوي، د زدکړې له پاره يوازينۍ لويه سرمايه ګزاري وي.»

په دغو ژمنه شويو پیسو کې به کانادا په ټوليزه توګه ۳۰۰ ميليونه ډالر برخه اخلي.

د دغې بوديجې له پاره وړانديز د کانادا د صدراعظم ترڅنګ، تر ډيره د ښځو د حقونو فعالو ډلو له خوا شوی. په غونډه کې د فعالو ښځو له ډلې څخه د نوبل جايزې ګټونکې، ملاله یوسف زۍ هم ګډون درلود. يوسف زۍ د دغې مالي مرستې په اړه وويل: «دا به وشي کړای د نجونو هيلې د هغوی د روښانه راتلونکې د جوړلو له پاره ډیرې کړي.»

Malala Yousafzai
ملاله يوسفزۍانځور: Reuters/E. Garrido

ملاله يوسف زۍ چې په پاکستان کې د نجونو تعليم د حق له پاره مبارزه کوله او په همدې دليل په سر وويشتل شوه، پر خپل ټويټر يې ليکلي دي: «دغه مرستې به د پراختيا په حال کې هيوادونو کې د ځوانو ميرمنو د وخت څخه د مخه ودونو او په کار د ماشومانو د ګمارنې پر ځای، هغو ته د پرمختک فرصتونه برابر کړي.»

په جې ۷ ناسته کې ژمنه شوې پيسې به د درو تر پنځو کلونو په منځ کې د ښوونکو د روزنې او درسي نصاب د ودې په ګډون په مختلفو تعليمي پروژو کې لګول کیږي.

د جې ۷ ناسته چې په کانادا کې جوړه شوې وه، یکشنبه د جون لسمه پای ته ورسيده. په دغې ناسته کې د کوربه هيواد کانادا، د امريکا متحده ایالاتو، د اروپايي کميسیون، آلمان، فرانسې، ايتاليا او بريتانيا هيوادونو مشرانو ګډون کړی وو.