1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرگي برید ۹۰ تنو ته مرگ ژوبله واړوله

عارف فرهمند/ رضا شیر محمدي۱۳۹۱ آبان ۵, جمعه

د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې ۴۱ تنه امنیتي ځواکونه او ملکي وگړي ووژل شول. په دې پېښه کې چې د اختر په لومړۍ ورځ رامنځ ته شوه ۵۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/16XRt
انځور: picture-alliance/dpa

یوه ځانمرگي برید د اختر په لومړۍ ورځ (د  ۱۳۹۱ کال د عقرب ۵مه/ د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۲۶مه) د فاریاب ولایت د اوسیدونکو خوښۍ په وير بدله کړه. که څه هم په افغانستان کې ناامنۍ شته خو هغه کسان چې د میمنې جومات ته د اختر د لمونځ  له پاره راغلي ول په دې فکر نه ول چې په دې ورځ به د یوه ځانمرگۍ برید کوونکي تر برید لاندې راشي.

د فاریاب ولایت چارواکو دویچه ویله ته وویل چې ځانمرگي برید کوونکي هغه وخت خپل چاودیدونکي مواد وچاول چې خلک د اختر د لمانځه د تر سره کولو وروسته له جومات څخه د وتلو په حال کې ول.

د فاریاب ولایت مرستیال عبدالستار بارز وویل: «زموږ هغه ۴۱ تنه گران وطنوال چې د لمونځ له پاره جومات ته راغلي ول شهیدان شوي دي او ۵۰ تنه نور ټپیان دي.» د هغه په خبره په وژل شوو کسانو کې ۱۵ تنه پولیس شامل دي.

د فاریاب ولایت د چارواکو په حواله افغان امنیتي ځواکونه د جومات د امنیت د نیولو له پاره په سیمه کې موجود ول. د یو نوی رپوټ له مخی په دې برید کې د فاریاب ولایت د پولیسو قوماندان  ټپی شوی دی.

که څه هم د فاریاب ولایت تر دې مخکې امن وو خو د تیرې چهارشنبې په ورځ هم په دې ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په پایله کې يې ۲۵ تنه طالب جنگیالي او پنځه تنه سیمه ییز پولیس ووژل شول. د وژل شوو کسانو په ډله کې د طالبانو له خوا د فاریاب نومول شوی والي هم شامل وو.

که څه هم تر اوسه پورې کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو عبدالستار بارز وایي چې یاغیانو د چهار شنبې د ورځې د تلفاتو د غچ اخیستلو له پاره دغه برید تر سره کړی دی.

له فاریاب ولایت څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي دي او د دې ولایت امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته سپارل شوي دي. امنیتي ځواکونونه وایي، دا چې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د فاریاب ولایت ته نزدې پرته ده نو له دې کبله په دې ولایت کې هم کله نا کله د ناامني پېښې رامنځ ته کیږي. په دغه ولسوالۍ کې یاغیان ډیر فعاله دي.

کارپوهان وایي چې د دغه شان بریدونو تر سره کول د افغانانو په زړونو کې د یاغیانو پر وړاندې نفرت لا پسې ډیروي، ځکه د هغوی په خبره دغه بریدونه د اسلام ضد دي. د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې برخه کې د اسلام د نومیالي عالم شیخ احمد عبدالعزیر، خبرو ته چې د عرفاتو په مراسمو کې یې کړي دي اشاره کوي چې وايي، «ځانمرگي بریدونه د اسلام او قران شریف له مخې جواز نه لري».