1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جوزجان کې د داعش او طالبانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده

۱۳۹۶ آبان ۲, سه‌شنبه

په جوزجان کې د طالب او داعش جنګیالیو تر منځ نښتو کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. دغه دوې ډلې یو له بل سره ایډیالوژیک توپیر لري او ډیر وخت د سیمو پر سر یو له بل سره جنگيږي.

https://p.dw.com/p/2mPt8
Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د جوزجان ولایت یوه ویاند محمد رضا غفوري، د سه شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دغو ددو ډلو تر منځ هغه وخت د یکشبنې په ورځ نښتې رامنځ ته شوې چې طالبانو په قوشتیپه ولسوالۍ کې د داعش پر سیمو باندې بریدونه وکړل.

هغه وویل چې په تیرو درو ورځو کې د داعش ۱۳ او د طالبانو ۱۰ جنګیالي وژل شوي دي. غفوري زیاته کړې ده چې په دواړو خواو کې جنګیالي ټپیان شوي هم دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي عبدالقادر، ویلي دي چې د طالبانو جنګیالي چې شمیر یې د ۸۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ دی، تیره اوونۍ په دې ولسوالۍ کې راټول شوي ول. هغه زیاته کړې ده چې دغه طالبان له جوزجان، فاریاب، کندز، تخار، کندهار او هلمند ولایتونو څخه دې سیمې ته راغلي ول چې له داعش څخه دغه سیمه بیرته ونیسي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي حفیظ الله ندرت، وویل: «افغان ځواکونه ډیر څه نه شي کولای ځکه هغوی پر دواړو اړخونو باندې کنترول نه لري.»

د ندرت په خبره تر۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ د دغو جګړو له کبله بېځایه شوي دي چې اوس یې په نزدې کلیو او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې ځانونه خوندي کړي دي. د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږي دفتر، د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې په روان کال کې ۲۹۶۳۱۷ کسان بې ځایه شوي دي.

زموږ له ارشيف څخه: