په جنسي تېري او قتل د تورن افغان مهاجر محاکمه اوږديږي
۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبهد حسين ک. محاکمه به لږ تر لږه د راتلونکي ۲۰۱۸ مېلادي کال تر پسرلي پوري ادامه ولري. دغه محاکمه د آلمان د فرايبورګ په يوه محکمه کي روانه ده چي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۹مه نېټه) يې قاضيانو د ۹ نورو جلسو تاريخونه وټاکل.
د دغې محکمې د قاضيانو مشرې کاترين شېنک، ويلي چي ښايي د دغې قضيې په تړاو د محکمې پرېکړه د راتلونکي کال د مارچ مياشتي تر نيمايي پوري وخت ونيسي. دغې قاضۍ زياته کړې چي فيصله ښايي له يادي مودې لا هم زیات وخت ونیسي. د دغه ځنډ دليل د ثبوتونو پراخیدل او ثبتېدل بلل سوي دي. د محکمې په فيصله کي د ځنډ دغه خبر په داسي حال کي ورکول کيږي چي تر مخه د دغې محکمې د فيصلې له پاره د ۲۰۱۷ کال د دسامبر ۸مه نېټه ټاکل سوې وه.
د افغان پناه غوښتونکي حسين ک. پر ضد د جنسي تېري او قتل محکمه د روان ۲۰۱۷ کال د سپتمبر مياشتي په پېل کي شروع سوه. پر هغه تور دی چي د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په مياشت کي يې پر ۱۹ کلنې آلمانۍ د طب محصلې جنسي تېری کړی او هغه يې تر بېهوښه کېدو پوري خفه کړې وه. دغه پيغله بيا د درايزام په نوم سيند کي ډوبه سوې وه.
د حسين ک. په محاکمه کي يو مهم ټکی دا هم دی چي نوموړی د دغه جرم د تر سره کولو پر وخت د څو کلونو وو. حسين ک. ادعا کوله چي د جرم پر وخت ۱۷ کلن وو خو څارنوالۍ د نوو څېړنو له مخي موندلې چي نوموړی هغه وخت لږ تر لږه ۲۲ کاله سن لره.
دا چي د پيښي پر وخت د حسين ک. عمر څو کلونو وو په دې مهم دی چي که يې عمر په رشتيا ۲۲ کاله اوسېدلی وي او دا ثابته سي، نو بيا د ځوانانو د سزا قانون نه بلکه د بالغانو د قانون له مخې د هغه په برخه کې پریکړه کیږي. ښايي په دې توګه پر هغه د عمر قيد بند سزا راووځي.