1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي یوه افغان مهاجر ځان ته اور اچولی دی

۱۳۹۵ دی ۱۴, سه‌شنبه

یوه افغان مهاجر د بایرن ایالت په یوه مغازه کي پر ځان تیل پاشلي او ځان ته یې اور اچولی دی. په همدې حال کي د جرمني د کورنیو چارو وزیر د اخراجیدونکو مهاجرو د بندي کیدو د مرکزونو په اړه نوي وړاندیزونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/2VBej
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

که څه هم د دغه ۱۹ کلن افغان اور ژر وژل سوی دی، خو د پولیسو په وینا دغه ځوان روغتون ته لیږل سوی دی. دا چي ولي هغه ددغي مغازې په گدام کي ځان ته اور اچولی دی، تر اوسه پوري معلومه نه ده. د پولیسو په حواله نوموړي کس له ځانه سره چاړه هم درلوده، خو هغه یې استعمال کړې نه ده.

بله خوا بیا د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دېمیزېر د اخراجیدونکو مهاجرينو د بندي کیدو نوي وړاندیزونه کړي دي. هغه نن سه شنبه (د جنورئ دریمه نیټه) المانۍ ورځپاڼي «فرانکفورتر الگماینه» ته ویلي دي چي خپلي دغه غوښتني يې د قانون په یوه مسوده کي طرحه کړي دي.

د هغه په خبره د مسودې مطابق باید د نورو تر څنگ هغه رد سوي مهاجر، چي د عامه نظم له پاره خطرناکه وي، د اخراجیدو له پاره جوړ سوو مرکزو«محبسونو» کي وساتل سي. د ورځپاڼي په حواله دېمیزېر غوښتنه کړې ده چي د رد سوو مهاجرو د اخراجیدو په موضوع کي باید د مرکزي حکومت صلاحیتونه ډېر سي.

په دې منظور دېمیزېر د اخراجیدونکو مهاجرينو د بندي کیدو د داسي مرکزونو د جوړیدو وړاندیز کړی دی چي ایالاتونو ته به د اخراجیدونکو مهاجرو یوازي د اقامت په وروستیو ورځو او اوونیو کي د مسئولیت د سپارلو امکانات ورکول کيږي.

په دې توگه به نو د نوي وړاندیز پراساس اخراجیدل یوازي د مرکزي حکومت تر مستقیمي لارښوني لاندي کیږي. په رپوټ کي ویل سوي دي چي«د اخراجیدونکو مهاجرو له پاره د بندي کیدو له مرکزونو څخه په قانون کي یادونه هم سوې ده او کیدلای سي، د هوايي ډگرونو سره نژدې جوړ سي».

نور مطالب: