1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي کابو ۹ زره مهاجر ماشومان لادرکه دي

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ شهریور ۸, دوشنبه

د روان میلادي کال له پیل راهیسې د لادرکه شویو مهاجر ماشومانو شمیر دوه چنده شوی. څرنګه د جرمني په څیر هیواد کې په زرونو ماشومان په دا ډول لادرکه کیدلای شي؟

https://p.dw.com/p/1JrVC
Deutschland Flüchtlingskind
انځور: picture-alliance/dpa/I. Wagner

ډيرو دې ماشومانو ښايي د اروپا په نورو هیوادونو کې میشتو خپلو خپلوانو ته د رسیدو په موخه خپلو سفرونو ته ادامه ورکړي وي. خو نور څه شول؟

د جرمني د جنايي جرمونو فدرالي ادارې (BKA) د «نويه اوسنابروکر» په نوم ورڅپاڼې ته ویلي چې د جولای تر ۳۱ نېټې پوري ۸۹۹۱ مهاجر ماشومان چې بې له کورنیو جرمني ته داخل شوي ول، لادرکه ثبت شوي دي. دا شمیر تر هغه دوه چنده زیات دی چې د ټول ۲۰۱۵م کال په اوږدو کې لادرکه شوي ول.

د دغه ادارې په حواله د لادرکه شویو لویه برخه د ۱۴ او ۱۷ کالو ترمنځ عمر لري (۸۰۴۶ نفر) ځوانان دي. خو د ۱۳ کلنۍ کښته شمیر هم ډیر لوړ دی او ۸۶۷ تنو ته رسیږي. د جرمني د جنايي جرمونو د فدرالي ادارې په حواله سربیره پر دې ۷۸ کسان چې عمرونه ئې ۱۸ کلنۍ ته رسېدلي هم په دې کې شامل دي.

د لادرکه شویو ماشومانو زیات شمیر ته په کتو سره دې ادارې په دې تړاو د تیر کال له نیمايي راهیسې د مهاجرو په زیات شمیر کې راتګ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دغه مهاجرو کې ډیر شمیر کم سنه هم جرمني ته را رسیدلي ول. زیاته شوې چې د ماشومانو د لادرکه کیدو دا زیاتره قضیې ښايي کوم جنايي پس منظر ونه لري.

ناسمه نوم لیکنه او څو ځلي شمیرنه

د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي ادارې ویلي دي چې په دې اړه دقیق معلومات په لاس کې نه لري چې د کال له پیل راهیسې د لادرکه شویو مهاجر ماشومانو یوه برخه ښايي د جنایتکارو لاسو ته لوېدلي وي.

د دې ادارې یوې ویاندې وویل: «په زیاتره قضیو کې ماشومان بې پلانه نه دي لادرکه شوي، بلکې دوی مور و پلار، نورو خپلوانو او یا دوستانو ته د نزدیکیدو په موخه د جرمني نورو ښارونو او یا حتی نورو اروپايي هیوادونو ته تللي.»

کله چې دغه ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کیږي نو په غالب ګومان کورنۍ یې آلماني ادارو ته خبر نه ورکوي او په دې توګه د دغه ماشومانو نومونه د لادرکه شویو په فهرست کې پاتيږي.

د جرمني د جنايي جرمونو فدرالي ادارې له خوا زیاته شوې چې ښايي ددغو ماشومانو زیاته برخه به څو ځلي راجستر شوي وي: ځکه چې دا ماشومان کله چې یوه بل ښار یا ځای ته رسیږي نو د هویت د اسنادو د نه درلودو له امله یې نوم هم په دغه ځان کې په بل ډول لیکل کیږي، نو په دې توګه ښایي یو ماشوم، څو ځلي راجستر شوی وي.

د اروپا له پاره په دې تړاو تازه شمیرې موجودې نه دي. د اروپا د پولیسو ادارې «یورو پول» د فیبرورۍ میاشتې د یوه تخمین په اساس ویلي چې لږ تر لږه ۱۰ زره هغه ماشومان چې پرته له کورنۍ یې اروپا ته سفر کړی دی، لادرکه شوي دي.

خو زیاته شوې چې دمګړۍ دا شمیر ډیر لوړ دی او ددغو ماشومانو ډېری له خپلو کورنیو سره دي، خو جرم او جنایت هم په بشپړه توګه نه شي ردیدلای.