1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د په زرونو مهاجرو دوسيې له سره ارزول کيږي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د جرمني د کډوالو چارو اداره د ۲۰۰۰ منل سوو مهاجرو دوسيې له سره ارزوي. دغه کار له هغه وروسته کيږي چي د دغه هيواد په پوځ کي په ښی اړخيتوب تورن کس خپل ځان د مهاجرو په ادره کي د مهاجر په توگه ثبت کړی وو.

https://p.dw.com/p/2cTtF
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge BAMF
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د جرمني د پوځ يوه افسر فرانکو آ، چي د ښی اړخيتوب گومان ورباندي کيږي، توانېدلی وو چي د دغه هيواد د مهاجرو په ادره کي ځان د مهاجر په توگه ثبت کړي. دغي موضوع اوس په آلمان کي ستر بحثونه راپورته کړي دي. اوس د جرمني د کډوالو چارو ادارې پتېيلې ده، څو د ۲۰۰۰ مهاجرو چي په دغه هيواد کي ئې پناه منل سوې وه، دوسيې له سره وارزوي.

د جرمني «فرانکفورته آلگيماينر» ورځپاڼي د دغه هيواد د مهاجرو ادارې د يوه وياند په حواله ليکلي، چي کيدای سي د پناه غوښتونکو د دوسيو د ارزوني په سيستم کي کومه نيمگړتيا تيره سوې وي، ځکه نو اوس د په زرونو منل سوو مهاجرو دوسيې له سره ارزول کيږي.

ويل کيږي چي د جرمني د پوځ دغه افسر په يوه بل هويت سره په مياشتو مياشتو د يوه سوريايي مهاجر په توگه په مهاجر کمپ کي ژوند کړی او کيدای سي د يوه بريد طرح ئې هم لرله.

د جرمني د کډوالو چارو ادارې وياند يوهانس ديمروت له «فرانکفورتر الگيماينر» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «دا چي نوموړي افسر ته د مهاجرو د چارو ادارې له خوا هم زمينه برابره سوې يوه تيروتنه وه چي نه باید سوې وای.»

هغه زیاته کړې ده چي د سه شنبې په ورځ د ځينو دوسيو د بيا ارزولو کار پيل سوی، څو روښانه سي چي د نوموړي افسر په شان نوري تيروتني نه وي سوي.

هغه ويلي دي چي په دې لړ کي به د په زرونو هغو افغان او سوريايي مهاجرو دوسيې له سره و څېړل سي چي د پناه غوښتنه ئې منله سوې ده.

په دغه پروسه کي د هغو کسانو دوسيې څېړل کيږي چي د ۲۰۱۶م کال له پيل څخه بيا د روان کال د اپريل مياشتي تر ۲۷نيټې پوري ئې په اړه پريکړي سوي دي.

د فرانکو آ، رسوايي تيره اوونۍ د هغه تر نيولو وروسته رسنيو ته راووتله. د تيري اوونۍ په پای کي دغه راز روښانه سوه چي د جرمني پوځ د دغه کس د ښی اړخيتوب په افکارو خبر ول او د هغه پر وړاندي ئې اقدام نه وو کړی.

زموږ له ارشيف څخه: