1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د مسجدونو د تړلو وړانديز چا کړی؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

په جرمني کي د مسجدونو د تړلو وړاندیز د جرمني له پاره د بديل گوند(AfD) ښی اړخي گوند یوه افراطي فراکسیون له خوا سوی دی. خو د دغه گوند یوې برخي له دغي مفکورې څخه ځان گوښه کړی دی.

https://p.dw.com/p/1INJc
په نورنبيرگ ښار کي مسجد
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د جرمني له پاره بديل گوند د نیدربایرن څانگي د خپل اسلام ضد یوه پروگرام مسوده وړاندي کړه. دغه مسوده چي د جرمني د رسنیو له شبکې (RND) سره پرته ده، دغه گوند د مسجدونو له «جوړولو او چلولو» سره خپل مخالفت ښوولی دی.

په مسوده کي راغلي دي چي مسجدونه «نه یوازي د گډ عبادت، بلکي د اسلامي تعلیماتو مطابق زموږ د حقوقي نظم او مقراراتو د له منځه وړلو» په لار کي هم خدمت کوي.

د مسودې لیکونکي همدارانگه دلیل راوړی، چي قران کریم گواکي«درواغو او فریب» ته اجازه ورکوي. سربیره پردې د هغوی په خبره گواکي اسلام «د جهاني حاکمیت په خپل اعلان سوي هدف سره د نړۍ د ۱۹۰ هیوادو څخه ۵۷ ته رسیدلی دی.»

پر مذهبي ازادۍ باندي يرغل

د مسودې لیکونکي په عین حال کي دې ته متوجه سوي دي، چي د دوی دغه عمل د جرمني د اساسي قانون خلاف عمل دی، خو دغه ښی اړخي سیاستوال دا هم وايی، چي دغه آزادي باید حدولري.

خو د مسودې لیکونکي په دې نه دي پوهیدلي، چي پخپله اساسي قانون د مذهبونو هغو تبلیغاتو او اعمالو ته اجازه نه ورکوي چي جزايي اعمال تشویقوي او یا پر نړۍ باندي حاکمیت یې هدف وي.

خو دغه مسوده له AfD گوند څخه یوه جلا سوي گروپ جوړه کړې ده. د بایرن ایالت د AfD رئیس پیتر بایستون، که څه هم له دغي لیکني څخه ځان لیري کړی دی خو منلي یې ده چي په اړه يې خبر وو. ده ویلي دي چي نوموړې مسوده د AfD د هغي رسمي اعلامیې خلاف وړاندیز دی چي گوند تیره اوونۍ نشر کړه.

خو انشعابي ډلي ددغه پروگرام ډیري برخي رد کړي دي. د اپریل میاشتي په پای کي به گوندي کنگرې له لاري بلاخره خپله مرامنامه په تصویب ورسوي. داچي د مسجدونو فعالیت او جوړول دي منع سي، د هغوی د مذهبي سیاسي افراطي پروگرام یوه برخه ده.

په مسوده کي راغلي دي «اسلام په جرمني پوري اړه نه لري.» په جرمني کي د اټکلونو پراساس څلور ميلیونه مسلمانان اوسیږي چي د ټول نفوس پنځه سلنه کيږي.

د جرمني له پاره بديل گوند، غواړي چي مسلماني ښځي حجاب او نقاب په عامه اظهارو کي هم و نه لري. سربیره پردې هغوی غواړي د اسلام خارجي تأثیرات محدود کړي: یعني داچي ملایان باید یوازي په جرمني ژبه او آلماني پوهنتونو کي تربیه او له بهر څخه را و نه غوښتل سي.

ياد گوند په درو ایالتي پارلمانونو کي

د AfD حزبي پروگرام په مارچ کي د هغوي د انتخاباتي بریالیتوبونو راوروسته یوه لویه موضوع ده. دغه ښی اړخي گوند د درو ایالتونو په پارلماني انتخاباتو کي بریالی سوی دی.

د هغوی د بریالیتوب یو مهم دلیل د صدراعظمي انګيلا ميرکل د مهاجرو سیاست ردیدل وه. گوند کوښښ وکړ چي خپل پروگرام پراخ کړي او اسلام یې خپل نوی هدف وټاکه.

د حزبي مرامنامې مسوده تر انتخاباتو لږ مخکي خپره سوه. په هغه کي د عامه ټلویزونونو او راډیو گانو د شخصي کولو پیشنهادونو سخت بحثونه رامنځته کړل. سربیره پردې AfD غوښتل چي د بېکارۍ مدد معاش شخصي موضوع کړي او د طلاقیانو یا یوازي روزونکو پیسې کاملأ قطع کړي.

خو دغه ډول لانجمني مفکورې نور د هغوی د مرامنامې په رسمي مسوده کي نه دي راغلي، کومه چي AfD د مارچ پر ۲۴نشر ته وسپارله. خو د مذهبونو په هکله لا د هغوی په نظریاتو کي بدلون راغلی نه دی. AfD همدارنگه غواړي چي عسکري مکلفیت بیرته رامنځته او سیاست بیرته «عنعنوي فامیلي سیاست» ته وگرځي، ځکه چي کورنۍ د جامعې اصلي حجرې دي.