په جرمني کي د افغان مهاجرو برياوي
ځينو افغان مهاجرو د یوي سپورټي ډلي په جوړولو سره د جرمني په ټولنه کې د ادغام په تړاو ډیر بریالیتوبونه لرلي. هغوی وايي چې په ټولنه کې د ادغام له پاره، ورزش تر ټولو لنډه لار ده.
«د سپورټ له لاري ادغام»
د «سپورټ له لاري د ادغام» په نوم دغي پروژې اصلي موخه د مختلفو هیوادونو د مهاجرو نږدیوالی او د جرمني په ټولنه کې د دوی ادغام دی. دغه پروژه د جرمني په تورینګن ایالت کې پيل شوې چې مهاجرو ته یې ښه فرصت هم برابر کړی دی. مهاجر او آلمانان توانیدلي دي چې یو د بل د ښه پیژندلو له پاره ګډ پروګرامونه ولري.
ژوند ناهیلی نه دی
ډیر مهاجر په جرمني کې د مهاجرت لومړی شپې او ورځې ډیري ستړي ګڼي. خو په ورزشي پروګرامونو کې د دوی حضور، د هغوی زړه تنګي لیري کوي.
په سترو لوبډلو کې ګډون
په جرمني کي افغان مهاجر غواړي چې د سختو زیارونو په ګاللو سره په سترو لوبډلو کې ځانونو ته ځای پيدا کړي.
کیک بوکس
په افغانستان کې هم کیک بوکس ډیر مینه وال لري. اجمل وهاب د خپلو تیرو تجربو پر اساس د مختلفو هیوادونو مهاجرو ته په دې برخه کې روزنه ورکوي. وهاب غواړي چې له دې لاري ځینو سترو لوبو ته غښتلې څیرې ور معرفي کړي.
د وړتیاوو ډیریدل
په جرمني کې تر لږ وخت تیرولو وروسته، هغه مهاجر چې په خپلو هیوادونو کې یې په یوه سپورتي برخه کې فعالیت درلود، د خپلو وړتیاوو په ښکارولو سره په دې توانیدلي دي چې په ټولنه کې ځانګړی ځای خپل کړي.
مډال او خوښي
د مهاجرو له خوا د ځینو سیالیو پيل ول سترې بریاوې هم درلودې. په دې راز سیالیو کې نه یوازي مهاجر په خپلو کې سیالي کوي، بلکې په ځینو مواردو کې له آلمانانو سره هم د لوبې ډګر ته راوځي.
ګډ کنسرت
اجمل وهاب یو شمیر نورو افغانانو سره په دې توانیدلی دی چې د جرمني په تورینګن ایالت کې له ځايي هنرمندانو سره په ګډه د موسیقۍ یو کنسرت هم جوړ کړي. په دې پروګرام کې پر افغان مهاجرو سربیره د نورو هیوادونو مهاجرو او جرمنيانو هم ګډون درلود. افغان مهاجر په پام کې لري چې په راتلونکې کې دغه راز پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.
په پای کې لومړی ځای
د مهاجرو د والیبال لوبډله چې زیاتره لوبغاړي يې افغانان دي د جرمني په ارنشتاد ښار کې یې د والیبال ډيري سیالۍ کړي دي. دوی تر ډیر زیار وروسته په دې توانیدلي دي چې په ښې لوبې سرې لومړی مقام وگټي.