په تينس کي د نړۍ پياوړی لوبغاړی جکويچ سو
۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبهجکويچ د يکشنبې په ورځ په ورستی لوبه کي رافيل نادال ته ماته ورکړه. هغه مخکي له دي جو ويلفريد ته ماتي ورکړې وه. په دې ترتيب سره نو جکويچ د نادال د 56 انيويو لومړيوتوب ته د پاي ټګی کښېښود.
جکويچ د خپلي اتلولي په اړه خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چي دا د ده له پاره يو ډيره لويه لاس ته راوړنه ده.
«زما روزونکو زه ډير تمرين کولو ته مجبور کړم. خو ما له لومړيو روځو څخه باور درلود چي زه به يوه ورځ د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی سم. زما دغه باور او سخت کار نن زه دغه موقف ته رسولی يم.»
روان کال د جکويچ له پاره يو ډير ښه کال وه. هغه په دغه کال کي 49 لوبي ترسره کړي چي په 48 لوبو کي بريالی سوی دی.
جکويچ د استراليا او ويمبيلدون د لوبو په ګډون په اتو تورنمنتونو کي بريالی سوی دی. جکويچ اوس 24 کلن دي خو دی ډير لويي لاس ته راوړني لري.
د ATP لخوا په خپاره سوي د تينس د لوبغاړو په درجه بندي کي، جکويچ لومړی، دوهم نادال او په همدې ترتيب سره د فيدير، موري، سودرلينګ او 15 نورو لوبغاړو نومونه شامل دي.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکي/ نجيب الله زيارمل