1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په توگو کي نور نجوني نه سنتيږي

۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبه

په هرو ۱۱ ثانيو کي په نړۍ کي يوه نجلۍ سنتيږي او په خپل ټول ژوند کي بيا له دغه پيښي څخه رنځ وړي. اوس د دغه سنت مخالفينو په توگو هيواد کي ستر موفقيت ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/16saF
انځور: AP

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۹) د افريقايي هيواد توگو د سوکوده په ښار کي هغه ښځي چي نجوني ئې سنتولې، د لوړپوړو چارواکو په حضور کي د دغه سنت رسمي ختم اعلان کړ.

دغه موفقيت د «ښځو او نجونو د سنتولو پرضد نړيوال فعاليت» يا «اينتکت» په نامه د هغه آلماني غير دولتي شرکت نتيجه ده چي له ډيري مودې راهيسي ئې په دغه لاره کي کاوه.

د نړۍ په کچه د کاله دوه ميليونه نجوني سنتيږي، چي د ژوند تر پايه پوري داسي درد گالي چي څوک ئې تصور نسي کولای.

هغه ښځي چي دغه کار د ځيني دودونو له مخي کوي، د تناسلي ځای يوه برخه يا ټوله په يوه چاقو سره پريکوي. اکثره وخت داسي پيښيږي چي د ډيري ويني تويولو له لاسه نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړي.

هغه نجوني چي سنتيږي، نه يوازي دا چي په خپل ټول ژوند کي درد گالي، بلکي د هغوی روان د تل له پاره زيان ويني. له دغه بې رحمه سنت سره، چي په افريقا، آسيا او د لاتيني افريقا په يو شمېر سيمو کي ترسره کيږي مبارزه ډيره پېچلې ده او ډير وخت غواړي.

د غير دولتي سازمانونو د پلټنو پر اساس په نړۍ کي له ۱۳۰ څخه تر ۱۵۰ ميليونه نجو د تناسلي ځايونو يوه برخه يا ټول پرې سوي دي.

اوږده لار

د «اينتکت» سازمان اته کاله پخوا په توگو هيواد کي خپل فعاليت پيل کړ. تر ډير لږ ځنډ وروسته د دغه سازمان فعالانو د توگو په گاونډيو هيواد بنين کي يو موفقيت ته ورسېدل.

په ۲۰۰۵ کال کي په دغه هيواد کي د نجونو او ښځو سنتولو ته په رسمي ډول خاتمه ورکړل سوه. اوس په دغه هيواد کي د نجونو او ښځو د تناسلي ځای د پرېکولو يا سنتولو کچه تقريباًصفر ده.

په توگو هيواد کي هم په دې لاره کي پرمختگ له سختو ستونزو سره مخامخ وو. د دغه هيواد په ځينو قومونو کي په ۹۰ کلونو کي د نجونو د سنتۍ کچه ۹۰ سلني ته رسېده. له دې سره سره اوس د بشري حقونو فعالين په دې توانېدلي دي، چي د توگو خلک د نجونو له سنتولو څخه را وگرځوي.

رنځ له مور څخه لور ته په ميراث پاتيږي
رنځ له مور څخه لور ته په ميراث پاتيږيانځور: picture alliance/dpa

د «اينتکت» سازمان يوه غړې وايي: «موږ په دې وتوانېدلو چي په دغه پروژه کي هغه ښځي او سپين ږيري چي نجوني به ئې سنتولې ځای ورکړو او دا زموږ ستره بريا ده.»

په توگو کي د کليو سپين ږيري په خلکو او بزگرو کي ډير نفوذ لري. هلته سپين ږيري پريکړه کوي، چي کوم کار سم دئ او کم نه.

د دغه سازمان يوې غړي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «موږ په توگو کي کور په کور گرځېدلو او خلکو ته به مو په دې اړه معلومات ورکول او په دې ټول وتوانېدو چي د هغوی ذهنونه ورخلاص کړو.»

هغې زياته کړه: «کله چي موږ هغه ښځي چي نجوني ئې سنتولې په دې قانع کړل چي دغه دنده پريږدي، هغوی زموږ سره مرسته وکړه، چي عادي خلکو د دغه ناوړه دود د خطرونو په اړه قناعت ورکړو.»

هغه ښځي چي مخکي ئې دنده د ښځو سنتول ول، اوس د اينتکت له سازمانه کوچني پورنه اخلي او کولای سي، چي له دې لاره خپل ژوند پرمخ بوزي.

جواهر کمار، له آلمان څخه له سنت سوو ښځو سره مرسته کوي
جواهر کمار، له آلمان څخه له سنت سوو ښځو سره مرسته کويانځور: DW

په آلمان کي يوه سوماليايي مېرمن چي په پنځه کلنۍ کي په خپل هيواد کي سنت سوې ده وايي، چي هغه نجوني يا ښځي چي سنتي سوي دي د خپل ژوند تر پايه به رنځ وړي.

جواهر کومار وايي: «دغه ښځي په خپل ټول ژوند کي رنځ وړي، د دخول په وخت کي، په تشناب کي، او د ښځو د مياشتي عادت پر مهال سخت درد لري.»

نادينا شوارتس بک/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی