1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کې د یکشنبې په ورځ ټاکنې کیږي

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۳ آذر ۱, شنبه

د یکشنبې په ورځ د تونس خلک خپل نوې ولسمشر ټاکي. دغه ټاکنې د څلور کلنې انتقالي مرحلې له پاره د پای ټکې گڼل کیږي. ۲۱ نوماندانو ځانونه کاندید کړي دي او ښايي ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي.

https://p.dw.com/p/1DrZe
انځور: DW/S. Mersch

الباجي قايد السبسي د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې یو له نوماندانو څخه دی. په یوه ورزشي میدان کې د السبسي پلویان د لاسونو په پړکا سره د هغه هرکلی کوي.

الباجې قايد السبسي چې په راتلونکې اوونۍ کې به ۸۸ کلن شي په دغو ټاکنو کې تر ټولو زوړ نوماند دی. نوموړی ډیر جانس لري چې په دې ځوانه ډیموکراسې کې د ولسمشر په توگه وټاکل شي. د هغه ټاکنیز سیالان په طنزامیزه توگه وایې چې د هغه عمر د پنځه کلنې دورې له پاره کافي نه دی. السبسي د خپلو پلویانو په منځ کې وویل: «موږ ټولو دا واوریدل چې زه په روغتون کې یم، پروت یم، حتی مړ شوې یم [....] خو تر تاسې ډیر څوک پر حقیقت پوهیږي؟ ماته وگورئ. زه باید ځان لوڅ کړم.»

د هغه پلویان خاندي. هغوې هیله لري چې د «تونس غږ» په نامه د سکولاره گوند بنسټ ایښودونکی او مشر به چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې مخکښ کاندید وو وکولای شي هیواد له کړکیچ څخه وژغوري. څو پنځوس کلن موندهر چې د هغه له پلویانو څخه یو دی د هغه په هکله وایې: «هغه پوهیږي چې په کوم موقف کې قرار لري. هغه سیاسي تجربه لري. له بهر سره ښې اړیکي لري. هغه پوهیږي چې څه باید وکړي. خلک د هغه پلویان دي، ټول نه خو اکثریت. هیله لرم چې هغه به ولسمشر شي ځکه یوازې هغه کولای شي چې ترهگر بې وسلې کړي. هغه د دې کار له پاره یو قوې دوست ته اړتیا لري.»

د السبسي سیالان ویره لري چې کیدای شي دغه گوند ډیر قوي شي ځکه هغه په خپل گوند «د تونس غږ» کې د اتحادیو او سوسیال دیموکراتانو تر څنگ د پخواني رژیم ډیر شمیر کسان هم لري. د ولسمشرۍ دغه نوماند د پخوانیو ولسمشرانو حبیب بورقیبه او زین العابدین بن علي د واکمنۍ په وختونو کې د وزیر په توگه هم کار کړی دی.

څوک به ولسمشر شي؟

د السبسي په گډون په پيل کې ۲۷ تنو د ولسمشرۍ د مقام له پاره ځانونه کاندیدان کړي ول چې اوس یې له ډلې څخه ۲۱ تنه پاتی دي. قاضۍ گلثوم کانو په دې ټاکنو کې یوازنۍ ښځینه کاندیده ده. نوموړې لکه د نور ډیرو کاندانو د بریالیتوب چانس نه لري. دوه یا دری تنه نور کیدای شي د السبسي له پاره جدي سیالان واوسي. د دسمبر میاشتې په پای کې دویمې دورې ته د ټاکنو غځیدل له امکان څخه لیري نه ښکاري.

د السبسي تر ټولو لوی سیال د موقتې دورې اوسنې ولسمشر المنصف المرزوقي دی. د «جمهوریت کنگرې» په نوم د هغه گوند سره له دې چې په پارلمان کې څلور چوکۍ لري، خو د«النهضه» اسلامپاله گوند ډیر شمیر پلویان چې په دې ټاکنو کې نوماند نه لري المرزوقي ته رایه ورکوي.

السبسي او المرزوقي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې په ډیر شدیدې لهجه سره یو پر بل لفظي برید کوي. المرزوقي خپلو پلویانو ته د یوه ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې داسې یوه پوښتنه مطرح کړه چې دغه خلک چې پخواني رژیم پورې تړاو لري څرنگه کولای شي دیموکراسي رامنځته کړي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل