1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په تورخم کې د طالبانو برید اته افغان سرتیري وژلي

۱۳۹۵ آبان ۴, سه‌شنبه

چارواکو ویلي چې د سه شنبې په ورځ وختي طالبانو د تورخم په سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې باندې برید کړی دی چې په پایله کې یې اته افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2RfYu
afghanische Grenzsoldaten in Torkham Grenze zu Pakistan
انځور: DW/O.Deedar

 د ننګرهار د ولایتي شورا غړي احمد علي، وویل: «دغه پوسته د یوې مودې له پاره د طالبانو له خوا نیول شوې وه. طالبان له پوستې څخه د وسلو او نورو تجهیزاتو تر اخیستلو وروسته تیښتیدلي دي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، دغه برید تایید کړی دی خو د مرګ ژوبلې د کچې په اړه یې څه نه دي ویلي. خوګیاڼي وویل: «افغان امنیتي ځواکونو دغه پوسته بیرته نیولې ده.»

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو تر څنګ، په وروستیو وختونو کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې جنګیالیو هم سر پورته کړی دی. اوس مهال دغه ډله د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې حضور لري او له شنبې ورځې راهیسې په پچیراګام ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په سخته جګړه بوخته ده.