په تورخم کي جگړه پر څه وه؟
۱۳۹۵ خرداد ۲۴, دوشنبهجګړه تېر ماښام نهه بجې پیل شوې او تر نن سهار څلور بجو یې دوام کړی دی. افغان چارواکو ويلي دي چي پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د تورخم د پخواني زنځیر پر ځای اوسپنیزه دروازه جوړه کړي، خو افغان پوله ساتو ځواکونو یې مخه نیولې او په ترڅ کې یې جګړه پیل شوې.
افغان ځواکونه ادعا کوي چي لومړی ډز د پاکستان له اړخه شوی. خو پاکستاني چارواکو بيا افغان ځواکونه په لومړي ډز تورن کړي دي.
په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال سمونوال ایوب حسین خیل چې د جګړې قومانده ورسره وه خبریالانو ته وویل، چي پاکستاني ځواکونو تېره ورځ له سهار راهیسې خپل ټانکونه لوړو څوکو ته د جګړې له پاره خېژولي ول.
هغه وويل: «دوی غوښتل چې د تورخم په صفري نقطه کې یوه دروازه جوړه کړي چې دا د سرحدي او بین المللي اصولو خلاف کار دی. حتی دوی دغلته ټانکونه په صفري نقطه کې ځای پر ځای کړي او دا هم د بین المللي او سرحدي اصولو خلاف دي. دوی د نظامي تحرکاتو تر سیوري لاندي په زبردستۍ سره دغه دروازه جوړوله.»
د حسین خیل په خبره، سرتیرو یې په قوي مورال د پاکستاني ځواکونو د هري مرمۍ ځواب ورکړی او هېڅکله به اجازه ور نه کړي، چې د ډیورنډ پر فرضي کرښي دې پاکستاني تاسیسات جوړ کړي.
هغه وايي په دغه جګړه کې یو پوله ساتی سرتیری وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي، چې روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
د پاکستان پوځ بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: «د تورخم له لاري د تروريستانو د تحرکاتو د کنترول له پاره پاکستان په خپله سيمه کي د يوې دروازې جوړول ضروري گڼي، څو غير قانوني تحرکات کنترول شي.»
د راپورونو له مخې د تورخم هاغاړي پاکستانۍ ملېشې شېبه پر شېبه په لوډسپیکرونو کې ملکي خلکو ته خبرداری ورکوي چې له خپلو کورونو دې نه وځي او تورخم ته نږدې ډاکټرانو ته ویل شوي چې ټول دې په روغتونونو کې حاضر اوسي.
اوس پر تورخم تګ راتګ بند شوی، حتی هغو لاریو او خلکو ته هم د تېرېدو اجازه نه شته چې قانوني اسناد لري.
په تورخم کې ځيني وختونه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تاسیساتو جوړولو پرسر نښتي شوي، چې نږدې یوه میاشت وړاندي هم افغان پوله ساتو ځواکونو هلته د پاکستاني ځواکونو یوې پوستي ته د پله جوړولو مخه نیولې وه.
د روانې میاشتې پر لومړۍ نېټه هم پاکستاني ځواکونو هغه هېواد ته د تلونکو هغو افغان مسافرو پرمخ دروازې وتړلې چې پاسپورت او وېزه ونه لري.