په تهران کې د اصلاح غوښتونکو قاطع پرمختگ
۱۳۹۴ اسفند ۹, یکشنبهپه ایران کې د ټاکنو کمیسیون د تر یو میلیون د ډیرو رایو د شمیرنې پایلې اعلان کړي دي. په لومړیو درشو تنو کې د محافظه پاله گوند یوازې یو نوماند حداد عادل نوم لیدل کیږي.
پاتې نوم لړ ټول د «اصلاح غوښتونکو» او «ولس غږ» گوندونو کاندیدان دي. د مخکښو نوماندانو په نوملړ کې د اتو میرمنو نومونه هم لیدل کیږي چې سهیلا جلودار زاده، په څلورم مقام خپل کړی دی.
د مصباح د نوم حذف
د پارلمان ټاکنو وروستي پایلې هم اعلان شوي. محمد تقي مصباح یزدي، چې په مقدماتي ټاکنو کې ۱۶ کس وو له نوملړ څخه ایستل شوی دی. ایسنا خبري آژانس د هغه نوم په وروستیو نتایجو کې په اوومه رده کې خپور کړی وو.
په نهایې یا وروستیو پایلو کې، رفسنجاني، روحاني او امامي کاشاني لومړي دری کسان دي، خو جنتي یولسم او یزدي ۱۵ ردې ته تنزیل کړی دی.
د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلانیدو څو دقیقې وروسته مسئولینو رسنیو ته وویل چې د رایو شمیرنه اوس هم دوام لري او نومړی نوملړ قطعي او نهایې نه دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د پارلماني ټاکنو پایلو ته په اشارې سره وویل: «د دې وخت را رسیدلی دی چې د ولس او دولت د همدردۍ او یوالي له پاره نوې لار پرانیزو او د داخلي توان په مټ او د بهرنیو فرصتونو څخه په استفادې سره د ملي اقتصاد د ودی او پرمختگ په برخه کې یو نوې فصل پرانیزو.»
د تسنیم خبري آژانس د شنبې په ورځ د ایران په وخت د ماښام په ۷ بجو ولیکل: «په لسم مجلس د ۱۰۴ تنو استازو حضور قطعي دی چې تر دې شیبې ۶۰ سلنه محافظه پاله، ۲۵ سلنه اصلاح غوښتونکي او ۱۵ سلنه اعتدال پسندان مستقله دي.»
د فارس خبري آژانس هم لیکلي دي، چې د رایو تر ۴۰ زرو ډیرو صندقونو له شمیرل کیدو څخه دا څرگنده شوې چې پارلمان ته د لار موندونکو ۶۰ سلنه یې محافظه پاله دي.
هاشمي رفسنجاني په پارلماني ټاکنو کې د ۳۲ میلیونه وگړو حضور او تر ۶۰ سلنه ډیرو گډون د نظام له پاره یو ارزښتمنده سرمایه وبلله.