1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کي انتخابات پیل سول

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

د ترکیې پارلماني او جمهوري رياست انتخابات نن پیل سوي دي. برحاله جمهوررييس ته که څه هم د یوه وتلي کانديد په سترگه کتل کيږي ، خو مطلق اکثریت به په لاس را نه وړي.

https://p.dw.com/p/30BBp
Türkei Präsidentschafts- und Parlamentswahl 2018 | Wahllokal in Istanbul
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/E. Yorulmaz

 

د تقریبأ ۶۰ ملیونو مستحقو ترکانو څخه غوښتل سوي دي، چي دماځیگر تر پنځو بجو پوري خپلي رايي ورکړي. د انتخاباتو مکمل نتایج به نن ماښام معلوم سي. اردوغان نن غرمه په استانبول کي وويل، چي «په انتخاباتو کي ډیرو کسانو برخه اخیستې ده او دا یوه ښه خبره ده» که برحاله جمهوررييس رجب طیب اردوغان انتخابات وگټي ، نو به په ترکیه کي د پارلماني سیسټم په عوض جمهوري سیسټم رامنځته سي. بیابه نو دئ پر پارلمان ،قضأ او حکومت باندي هم حاکم  سي.

Türkei Wahlkampf Muharrem Ince, Republikanische Volkspartei in Istanbul
انځور: Reuters/O. Orsal

خو په عین حال کي انتخاباتي ناظرینو په انتخاباتو کي د لمړنیو بې نظمیو څخه خبر ورکړی دی. هغوی ویلي دي، چي دهیواد د جنوب شرق  په ایالت سانلیروفا کي نارینه وو د خپلو ښځو له پاره رايي ورکوي او یو رایي ورکونکئ وهل سوی هم دی. ویل کيږي، څنگه چي دغه ولایت د سوریې سره پرسرحد واقع دی، بين المللي ناطرین د امنیتي دلایلو په خاطر نه سي ورتلای.

شنونکي، رجب طيب اردوغان ته دیوه وتلي کاندید په سترگه گوري اووايي، چي هغه به انتخابات وگټي ، خو مطلق اکثریت به په لاس را نه وړي.

پر ورته موضوع یو انځوریر البوم:( 14.12.2017 )