1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ترکيه کې نیم میلیون انسانان بې ځایه شوي»

۱۳۹۵ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د ایمنسټي انټرنیشنل د رپوټ له مخې د ترکیې په سویل ختیځ کې د امنیتي ځواکونو او پي کې کې یا منع کړی شوي کردي کارگر گوند تر منځ نښتو په سونو زره کسان له خپلو کورونو بې ځای کړي دي. تر ټولو زیات حکومت مسئول گڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2Tnjd
Türkei Diyarbakir Bombenanschlag Frau im oberen Stockwerk ein es Hauses
انځور: Reuters/S. Kayar

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا اېمنسټي انټرنیشنل، پر ترکي چارواکو د دغه هیواد په سویل ختیځ کې د کابو نیم میلیونو کسانو د بې ځایه کیدو تور لگولی دی. دغه سازمان په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې د دغي سیمي اوسیدونکي په یوه کال کې د «ترکي ادارو د بې رحمانه چلن» په پایله کې خپلو کورونو پریښودو ته اړ ایستل شوي دي.

دغه رپوټ چې «شړل شوي او د شتمنۍ ضبطول» نومیږي د دیاربکر ولایت په سوور، نومې تاریخي ناحیې کې له خپلو ټاټوبو څخه  بې ځایه شوو خلکو ته متمرکز شوی دی. د دیاربکر زیاتره اوسیدونکي کردان دي. د سوور ناحیه د ۲۰۱۵م کال له جولای میاشتې راهیسې د منع کړی شوي کردي کارگر گوند یا پي کې کې او د ترکیې د حکومتي ځواکونو تر منځ د آخ او ډب ځای دی. هغه مهال د پې کې کې او د ترکیې د حکومت تر منځ له دوو کلونو راهیسې نافذ اوربند ناکامه شو.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې یوازې په سوور کې ۲۴۰۰۰ کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي او د سیمې پریښودو ته اړ شوي دي. زیاته شوې ده چې د دې علت تر ټولو زیات گرځند بندیز وو، چې د ۲۰۱۵م کال په دسمبر میاشتې کې نافذ شوی وو.

د سیمې اوسیدونکي هغه وخت د خوراکي توکو او څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ ول او د پر له پسې جگړو په ترڅ کې یې د خپل ژوند له لاسه ورکولو اندیښنه درلوده. له دې کبله ډیر کسان په بندیز کې له نرموالي څخه په استفادې سره خپل کورونه پریښودل. د رپوټ له مخې ځینې داسې اشارې شته چې په هدفي توگه اوبه بندې کړل شوي، څو هغه جنگیالي چې په دغه ناحیه کې پټ دي مورال یې کمزوری شي.

د بې وزله کورنيو خراب وضعیت

له دغه سیمې راتښتیدلي کسانو په نورو سیمو کې یا د خپلوانو په کورونو کې پناه اخیستې او یا یې د کرایې په کورونو کې اړولي دي. ډیرو کسانو خپل کار و بار له لاسه ورکړی او له دې ستونزي سره مخامخ شوي چې داسې یوه سرپناه ومومي چې دوی یې توان ولري.

ایمنسټي انټرنیشنل په خپل رپوټ کې په انتقاد سره ویلي دي چې د ترکي چارواکو له خوا د ناکافي تاوان او ځینې مهال د کور د کرایې په برخه کې د کافي او یا هیڅ مرستې نه کولو له کبله بې وزله کورنۍ له لا ستونزمن حالت سره مخامخ شوي دي. وضعیت وروسته له هغې لا پسې کړکیچن شو چې پر حکومت انتقاد کوونکي ډېري اتحادیې د بیړني امر له مخې وتړل شوې، چې د بې وزله کسانو د پالنې هڅې یې کولې.

د بشري حقونو د څار سازمان په رپوت کې راغلي دي چې په سوور کې له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوو تر نیمایي زیاتو خلکو خپل کورونه درلودل. خو زیاتره یې نه شي کولای چې خپلو کورونو ته وروگرځي، ځکه چې یا په ممنوعه سیمو کې دي او یا هم له منځه تللي دي. ځیني کورونه لوټل شوي دي او پر دیوالونو یې تبعیضي شعارونه لیکل شوي دي.

د ایمنسټي رپوټ زیاتوي چې په مارچ میاشت کې چارواکو په سوور کې زیاتره ځمکې په جبري توگه ضبط کړې. دغه ځمکې د چاپیریال ساتنې او د ښار جوړوني وزارت اړوند وگرځول شوې. ایمنسټې غوښتنه کړې ده چې چارواکي باید د دې غم وخوري چې بې ځایه شوي کسان په ډاډمنه توگه او کرامت سره خپلو کورونو ته وروگرځیدلای شي او یا هم پخپله خوښه د هیواد نورو برخو ته وکوچیدلای شي.

له دغه سازمان څخه د ترکیې د چارو کارپوه اندریو گاردنر، د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې اوسمهال هیڅ «اساسي، تفصلي او باوري» پلانونه نه شته چې دغه ۲۴۰۰۰ اغیزمن شوي کسان څرنگه سوور سیمې ته ورگرځیدای شي. د هغه په خبره د سوور په یوه برخه کې د پخوا په څیر باید پر گرځیدو باندې بندیز ژر ختم شي. دغه کارپوه غوښتنه کړې ده چې پر دې سربیره باید اغیزمنو شوو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

نور مطالب: