1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي بمي بريد ۱۳ عسکر ووژل

۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبه

د ترکيې په مرکزي ښار قيصري کي يو بمي بريد لږ تر لږه ۱۳ ترکي عسکر وژلي دي. ترکي چارواکو ويلي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۴۸ نور عسکر ژوبل سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/2US9z
Türkei  Kayseri Explosion Bus
انځور: Reuters/T.Bulut

په استانبول کي د خونړي بريد څخه يوه اونۍ وروسته په ترکيه کي يو ځل بيا يو خونړی بريد تر سره سو. د ترکيې مرکزي ښار قيصري د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۷مه) د ترکي پوځ په وينا پر يو سرويس موټر بمي بريد تر سره سو.

د ترکيې د پوځ په وينا په دغه بريد کي ۱۳ ترکي عسکر وژل سوي او تر ۴۸ څخه زيات نور ژوبل سوي دي. ويل سوي چي دغه مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د عسکرو د سرويس موټر څنګ ته په موټر کي پټ سوو چاودېدونکو توکو انفجار وکړ.

د چاودنې وروسته دغه سرويس په بشپړه توګه ويجاړ سوی دی. دغه سرويس له پوځي مقر څخه عسکر دباندي انتقالول چي ورباندي دغه بريد تر سره سو. د ترکيې پوځ دا امکان هم نه دی رد کړی چي په دغه بريد کي به ملکي کسان هم وژل سوي وي.

د قيصري د کوردي سيمو څخه ليري واقع دی او په هکله يې ويل کيږي چي نسبتا خوندي او آرام ښار دی. د دغه بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. خو د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان ويلي چي د دغه بريد تر شا د «بېلتون غوښتونکو توندلارو» لاس دی.

د انادولو خبري آژانس د ترکيې د ولسمشر اردوغان غبرګون خپور کړی دی. اردوغان ويلي چي دغه بريد د ترکيې د پوليسو او عسکرو پر ضد نه بلکه د ترکيې د ټولو «۷۹ مليونو وګړو» پر ضد يو بريد ؤ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.07.2014):