1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترمپ ټاور کې اور یو تن وژلی او څلور یې ټپیان کړي

۱۳۹۷ فروردین ۱۹, یکشنبه

په واشنګټن کې چارواکو ویلي چې په نیو یارک ښار کې د ترمپ ټاور په ۵۰ پوړ کې د اور لګیدنې په پیښه کې یو کس وژل شوی او څلور اور وژونکي بیا ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2vfcZ
New York Feuer im Trump Tower
انځور: picture-alliance/AA/M. Saud Tanil

د نیویارک ښار د پولیسو ادارې ویلي چې د ترمپ ټاور په پنځوسم پوړ کې د  اور لیګدنې په پایله کې اور وژونکو ۶۷ کلن ټوډ براسنر د بې هوښۍ په حالت وموندو.

امریکايي رسنیو په ترمپ ټاور کې میشت د براسنر د هویت په هکله ویلي چې نوموړی د هنري اثرونو سوداګر وو. د پولیسو په وینا تر پیښې وروسته کله چې نوموړی د مونت سینای روزی ویلت روغتون ته انتقال کړل شو، نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د نیویارک ښار د اور وژنې ادارې د پیښې په تړاو وویل: «دا ډیر سخت اور وو. لکه څرنګه چې فکر کوئ، دغه ودانۍ ډیره دنګه ده او موږ باید ۵۰ پوړه پورته تللي وای. په پاتې نوره ودانۍ کې هم ډیر دود وو.»

New York Feuer im Trump Tower
انځور: Getty Images/AFP/L. Bonilla

یادې ادارې ویلي چې په پیښه کې ټپي څلور اور وژونکي شدید نه دي ټپي شوي او اور تر کنترول لاندې راوستل شوی دی. د اور لیګدنې دغه پیښه په ځايي وخت له غرمې وروسته شاوخوا ۶۰ بجې پیښه شوې. 

د ترمپ ټاور دغه ودانۍ د ولسمشر ترمپ مالکیت دی چې پکې د ترمپ سازمان فعالیت او یو شمیر خلک پکې ژوند کوي. د اور تر کنترول وروسته ولسمشر ترمپ هم بیا وروسته ویلي چې اور له منځه وړل شوی او له اور وژونکو یې مننه کړې.