په تخار کې د یوه ځایي قوماندان په ګډون اته کسان ووژل شول
۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبهاعلان
د پولیسو یوه ویاند خلیل اسیر، ویلي دي چې د د کندز – تخار د لویې لارې قوماند قهار خورمابي، په یوه کمین کې وژل شوی دی. هغه او اووه تنه نور په تخار ولایت کې د ناپیژندل شویو وسلوالو په یوه کمین کې وژل شوي دي.
د تخار او کندز ولایت پولیسو ویلي دي چې دغه قوماندان په دواړو ولایتونو کې د امنیت په راوستلو کې پیاوړی نقش لاره.
د کندز ولایت د پولیسو یوه ویاند عزت الله اکبري، ویلي دي: «په هغه سیمه کې چې خورمابي له کمین سره مخامخ شوی دی، طالبان فعالیت نه لري نو له دې کبله موږ نه شو کولای په دقیقه توګه ووایو چې هغه چا په نښه کړی دی.»
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.