تخار کې ځمکې ښویدنې، ۱۰۰ کورونه ویجاړ کړي
۱۳۹۳ فروردین ۲۳, شنبهد تخار ولایت د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر، ویلي دي چې دغه طبعي پیښه تیره شپه د تخار ولایت په روستاق ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د فرانس خبري آژانس د هغه له قوله لیکلي دي: «څلور ملکي وگړي، چې پکښې درې سړي او یوه ښځه شامله ده، د روستاق ولسوالۍ په دوو لیرې پرتو کلیو کې د ځمکې ښویدنې، سختو بارانونو او زلزلې له کبله وژل شوي دي.»
په عین وخت کې د تخار والي عبدالطیف ابراهیمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د سخت باران په ترڅ کې ۱۱۸ کورونه ویجاړ شوي دي او یوازې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د والي په وینا یو شپون له خپلې رمې سره د سیلاب د راتلو له کبله وژل شوي دي.
خو د تخار والي دا خبره هم وکړه چې د «کوکچه» سیند د اوبو د زیاتیدو له کبله څلور جسدونه موندل شوي دي خو په وینا یې دا خبره معلومه نه ده چې دغه کسان د بدخشان ولایت اوسیدونکي دي که د روستاق د ولسوالۍ.
د امریکا متحده ایالاتو د ځکمې پیژندنې د ادارې د وینا له مخې، د افغانستان شمال ختیځ پر سیمه یز وخت د شپې پر ۲ بجو او دیرشو دقیقو، یوې زلزلې چې د ریشتر پر مقیاس یې شدت ۴،۱ درجې لړزولې دی. د دغه زلزلې مرکز د ۲۳۰ کیلومترو په ژوروالې کې ښوول شوی دی.
د اثیر د وینا له مخې د مرگ ژوبلې د زیاتیدو انديښنه موجوده ده. د تخار د والي ویاند، سنت الله تیمور، له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «تیره شپه د ځمکې ښویدنې په پایله کې شاوخوا ۱۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.» هغه زیاته کړې ده چې د سیمي اوسیدونکي د خپل ځانونو د خوندیتوب له پاره د غرونو لوړو څوکو ته ختلي دي.
د افغاسنتان په شمال ختیځ کې د ۱۹۹۷ کال په یوې سختې زلزلې کې په زرونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.