1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په تخار کي ۱۷ سرتیري وژل شوي دي

۱۳۹۶ اسفند ۱۸, جمعه

د تخار ولایت چارواکي وايي چي پر یو شمیر امنیتي پوستو باندې د طالب یاغیانو د یو لړ بریدونو په پایله کې د امنیتي ځواکونو ۱۷ غړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2u0Ih
Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Imago/Xinhua

د تخار ولایت سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین غوري د آلمان خبري آژانس ته د جمعې په ورځ وويل چې د پنجشنبې په ماښام د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د یو لړ همغږو بریدونو په پایله کې د محلي پولیسو لس سرتیري او اوه عسکر وژل شوي دي. هغه ويلي دي چې په دې بریدونو کې د محلي پولیسو نهه نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د تخار ولایت امنیه قوماندان همدا راز وویل چې برید پر ځايي وخت ماښام ۸ نیمې بجې له هغې وروسته پیل شو چې وسله والو مخالفینو د محلي پولیسو پر امنیتي پوستو تر برید مخکې د ملي اردو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

غوري زیاتوي چې طالب وسله والو وکولی شول چې د شپې تر یوې بجې پورې د پولیسو څلور پوستې ونيسي، خو افغان امنیتي ځواکونو د دې پوستو کنترل سهار شاوخوا څلور بجې بیرته ترلاسه کړ.

له ۲۰۱۴م کال راهیسې هغه مهال چې ناټو په افغانستان کې خپل جګړه ایز ماموریت پای ته ورساوه، په اونۍ کې څو ځله د امنیتي ځواکونو هدفونه تر برید لاندي راځي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو کلونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.