په تایلند کې پوځي کودتا وشوه
۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبه
د تایلند د پوځ مشر د پنجشنبې په ورځ په دې هیواد کې د کودتا اعلان وکړ او ویې ویل چې پوځ به د حکومت چارې په لاس کې واخلي. هغه په یوې ژوندۍ تلویزیوني وینا کې روښانه کړه چې دغه کودتا په د تایلند پر بهرنیو اړیکو باندې اغیزه وا نه چوي بلکې اصلي هدف یې په تایلند کې چې له څو میاشتو راهیسې له سیاسي ناآرامیو سره لاس او گریوان دی د ثبات بیا رامنځ ته کول دي.
پوځ همداراز د مظاهرو سیمې له مظاهره کوونکو څخه پاکې کړې دي او ویلي یې دي چې غواړي په دې ترتیب سره د لا ډیر تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي. اوچا په خپلې تلویزیوني وینا کې وویل: «د ملي سولې او نظم د ساتنې شورا د مې پر ۲۲مه نیټه د ماښام په ۰۴:۳۰ بجو [سیمه ییز وخت] د تایلند واک په لاس کې نیولی دی.»
په تایلند کې د تیر کال له نویمبر میاشتې راهیسې د حکومت پر ضد مظاهرې روانې دي. تر دې مخکې پوځ هڅه کړې وه چې د تایلند په سیاسي شخړه کې د ښکیلو اړخونو تر منځ د خبرو اترو له لارې جوړ جاړی وکړي. خو د دغه جوړ جاړې له پاره هڅې له همدې کودتا سره پای ته ورسیدې.
د تایلند د پوځ مشر ویلي دي چې په هیواد کې به داسې ریفورمونو ته لاره هواره کړي چې په پایله کې به یې د ټولو گوندونو قناعت حاصل شي.