په تايلنډ کي د فيلانو د دوديزي لوبي سيالۍ
په تايلنډ کې د فیلانو په «پولو» دودیزي لوبي سياليو کې په مجموع کې لسو لوبډلو برخه اخیستې وه. انځوريز راپور
د اسونو په شان خو سست پولو
د فیلانو پولو هم په بشپړ ډول د اسانو د پولو لوبي په شان ده. سپین توب باید د سیالي لوبډلې ګول ته ورسول شي. د اسانو د پولبي برعکس په دې لوبه کې میدان کوچنی، د هاکي لرګي اوږده او د لوبې وخت لنډ وي.
۲۰ فیلان او ۴۰ لوبغاړي
په دې ټورنمنت کې لس فیلان برخه اخلي چې ټولي یې فيلانې وي. دغه فيلاني د دې لوبې له پاره روزل کيږي. پر هري فيلي دوه لوبغاړي سپاره وي.
د هاکي له پاره یو یا دوه لاسونه؟
د پولو دغه لوبه نارینه او ښځينه لوبغاړي دواړه یې کولای شي. ښځې کولای شي چې له دوو څخه تر درو مترو پورې هاکي او دواړه خپل دواړه لاسونه استعمال کړي، د دې برعکس بيا نارينه یوازي د یو لاس کارولو اجازه لري. یوه لوبه له دوو دوو، اووه دقیقه یې برخو څخه جوړه شوې وي.
د دې لوبې فکر څنګه پیدا شو؟
په ۱۹۸۱م کال کې کله چې شوټي جیمز او بریټې جِم ایډروډ، دواړه په سویزرلنډ کې سره یوځای ناست ول د دې لوبې فکر ورسره پیدا شو. ایډرود په نيپال کې یو هوټل درلود او جیمز د پولو لوبغاړی وو. تر دې یو کال وروسته د «ورلډ اېلیفنټ پولو ایسوسيشن» بنسټ کیښودل شو.
شخړیزه لوبه
د حیواناتو مدافع سازمانونه پر دې لوبې انتقاد کوي. د دوی په خبره فیلان د دې لوبې له پاره مناسب نه دي. سږکال هم په دې اړه احتجاجونه وشول چې فیلان په کوتکونو وهل شوي. پر فیلانو د ظلم او تشدد یوه ویډیو هم خپره شوې وه.
تر لوبې وروسته انعام
تر لوبي مخکې او وروسته فیلانو ته د هغوي د خوښې خواړه ورکول کیږي. فيلان اناناس، پپيتا، کیله، ګني او مالګينې ورجې ډیر خوښوي. په تايلنډ کې نږدې ۴۰۰۰ ځنګلي فیلان موجود دي په داسې حال کې چې د اهلي فیلانو شمیر شاوخوا ۴۷۰۰ ته رسیږي.
فيلانو ته موجود خطرونه
د وخت په تیریدو سره د ځنګلي یا وحشي فیلانو شمیر په پرله پسې ډول کمیږي. د دې یو دليل هم دا دی چې خلک د ځنګل ونې وهي او د دوی له پاره د ژوند ساحه او چاپیریال ورځ تر بلې محدودیږي.