په تاجيکستان کې د ممکنه بریدونو خبرداری
۱۳۹۵ آبان ۲۰, پنجشنبهد پنجشبنې په ورځ د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت ويلي دي چې دوی د مرکزي آسیا په دغه هیواد کې پر سترو غوڼدو باندې د ممکنه بریدونو ترسره کولو معلومات ترلاسه کړي دي.
د امریکا سفارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي ویلي دي چې «ترهګرې ډلې» ښايي دغه بریدونه ترسره کړي. په اعلامیه همدا راز په تاجيکستان کې له میشتو امریکایانو غوښتل شوي چې د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي او د عامه ترانسپوت له خدمتونو کار وا نه خلي.
دغه بې وزله هیواد چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي، کله نا کله د افغانستان پولي ته څیرمه د نشيي توکو له قاچاق وړونکو سره د جګړو رپوټونه ورکول کیږي.
د شوروي اتحاد دغه پخوانی هيواد غواړي چې د نوامبر میاشتې ۱۶ نیټه د ولسمشر د ورځې په توګه ولمانځي او د دې کار له پاره یې په پارکونو او نورو عامه ځایونو کې د پروګرامونو په جوړولو پیل کړی دی.
ولسمشر امام علي رحمانوف د ۱۹۹۲م کال راهیسې د دغه هیواد واګې په لاس کې لري او د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې امنیتي چارواکو غوښتل چې د کودتاه په ترسره کولو سره د هغه حکومت را وپرزوي.
د دغې ناکامه کودتا تر هڅې وروسته د تاجيکستان حکومت د یوه اسلامپاله ګوند پر فعالیت بندیز وضع کړ. دغه گوند یو وخت د حکومت اصلي اپوزیسیون وو.
نور مطالب: