1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بگرام کي يوه جنگي امريکايي الوتکه رالوېدلې

۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

امريکايي چارواکو ويلي دي چي د دوی يوې «اف ۱۶» ډوله جنگي الوتکي د سه شنبې په ورځ په بگرام هوايي اډه کي سقوط کړی دئ. دوی ويلي چي پيلوټ روغ رمټ له الوتکي وتلی دئ.

https://p.dw.com/p/1ILfn
په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو اف ۱۶ جنگي الوتکي
انځور: Imago/UPI Photo

د پنتاگون وياند پيتر کوک، د چهارنشبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چي الوتکي د سه شنبې په ورځ ماښام د کابل په شمال بگرام هوايي اډې څخه د پورته کېدو پرمهال سقوط کړی دئ.

هغه ويلي دي: «ائتلافي ځواکونو د الوتکي د رالوېدلو ځای کلابند کړی دئ او اوس د پيښي په اړه پلټني رواني دي.

په افغانستان کي وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چي دغه جنگي الوتکه د دوی جنگياليو له لاندي په هوا کي ويشتلې او پکښې سپاره ټول کسان وژل سوي دي. خو دغه ډله د جنگي ادعاوو په برخه کي پيژندل سوې ده.

کوک ويلي دي چي هيڅ داسي نخښي نښانې نه سته چي الوتکي دي د دښمن په يوه اقدام کي سقوط کړی وي.

هغه ويلي دي چي پيلوټ له الوتکي سالم غورځېدلی او ائتلافي ځواکونو موندلی دئ. پيلوټ اوس د روغتيايي ډلي تر ارزوني لاندي دي.

بگرام د کابل په شمال کي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستره هوايي اډه ده.